د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پکتیا، بامیانو او پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییسانو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۴:۱۰
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پکتیا، بامیانو او پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییسانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملاخيرالله خيرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ له ولایتي ریيسانو سره د کتنو په لړ کې د پکتيا، پکتیکا او بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له ریيسانو  سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنو کې د پکتیکا، بامیانو او پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو له سرپرست وزیر سره ځينې موضوعات او ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې خلکو ته به خدمت کوي او د تېرو شلوکلونو په څېر به یې ناهيلي نه پرېږدي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د یادو ولایتونو رییسانو ته د ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

کابل/ د مرغومې ۲۱ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۰:۴۰
Background image

له دوبۍ څخه يو تن سيلاني عبدالواحد د بدخشان واخان ولسوالۍ ته سفر وکړ

 

د عربي متحده اماراتو څخه د نړۍ لومړنی سیلاني عبدالواحد د بدخشان ولایت د طبیعي جاذبو د لیدو په موخه په موټر کې د بدخشان ولایت واخان ولسولۍ ته سفر وکړ.
عبدالواحد چې له يوې مياشتې. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۰:۳۸
Background image

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دغه ولایت له ملي راډیو ټلویزیون څخه لیدنه وکړه

 

تېره ورځ د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار په داسې حال کې چې د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور یې ملتیا کوله د دغه ولایت د ملي راډیو ټلویزیون له آمریت څخه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۰:۳۴
Background image

په کندهار او ننګرهار کې د ګرځندوی نړیواله ورځ ونمانځل شوه

 

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست  د چهارشنبې د ګرځندوی نړیواله ورځ د عینو مېني په نقشې پارک کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل.
په یاده نمانځغونډه کې د کندهار والي حاجي ملا صاحب، د ا.ا. . .

BACK TO NEWS