د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي

farzad_moicgovaf
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۴:۳
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیر الله خیر خواه هلمند ته په سفر کې وویل چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه دغه څرګندونې هلمند ته په سفر کې په داسې حال کې وکړې چې د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله تمیم یې هم ملتیا کوله.

د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د دغه سفر په ترڅ کې د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخواه، د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله تمیم د هلمند له والي مولوي عبدالاحد طالب او د استخباراتو رییس ابو خالد سره هم وکتل.

د هلمند والي وویل چې د هلمند ولایتي اداره به اطلاعات او فرهنګ ریاست ته جدي پاملرنه کوي او د دغه ریاست ټولو کارکوونکو سره به په پوره همغږۍ د هلمند ولایت رسنیزې او فرهنګي چارې مخته وړي او د هغوی پر وړاندې پراته خنډونه به له منځه وړي او ستونزو ته به یې پر وخت رسیدګي کوي.

په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه د هلمند ولایتي ادارې او په ځانګړي توګه د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ د رییس حافظ عبدالباري راشد کړنې وستایلې.

ښاغلي خیرخواه وویل چې ملي یووالي، د اسلامي فرهنګ ودې او د فرهنګي میراثونو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. په خبره یې د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو مسوولیت دی.

هغه پر هېوادوالو غږ وکړ چې د هېواد په ابادولو کې لاسونه سره ورکړي او د نړېوالو په مرسته بسنه ونه کړي.

د اطلاعات او فرهنک وزیر له ځوانانو وغوښتل چې د پردیو په تبلیغاتو باور ونکړي او له هېواده تېښته یې د افغانستان په زیان ده.

د ده په خبره؛ د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان خلک ځوانانو ته اړتیا لري، نو په کار ده چې افغانان د پردیو کړیو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او خپل هېواد ته کار وکړي.

نوموړي  له ځوانانو او هلمندي ولسونو غوښتنه وکړه چې د خپل اسلامي کلتور درناوی وکړي او ټول د هېواد په ابادۍ او ترقۍ کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د واکمنېدو راهیسي  دا لومړی ځل دی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیر الله خیر خواه، د اسلامي امارت ویاند او د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي عزیق الله عزیزي او د ځوانانو چارو معین ملا فیض الله تمیم هلمند ته په رسمي سفر ځي.

کابل/ د کب ۱۴ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۰
Background image

نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” افتتاح شد

مولوی سعد الدین سعید معین مالی، اداری و گرځندوی وزارت اطلاعات وفرهنگ، امروز نمایشگاه آثار هنری ” نقاشی و رسامی نفس تازه” را در نگارستان ملی افتتاح کرد .

به گزارش خبرنگار آژانس باختر؛. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی نړېواله ورځ ونمانځله

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ګرځندوی او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

. . .

BACK TO NEWS