د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت متقاعد کارکوونکي وستايل شول

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۹:۳۸
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت متقاعد کارکوونکي وستايل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير، د ستاينليکونو په ورکولو سره د دغه وزارت متقاعد کارکوونکي وستايل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه وزارت د مطبوعاتو نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د متقاعدو کارکوونکو کارونه وستايل او ويې ويل:  تقاعد د کار پاى دى چې قانون په پام کې نيولى، کار کوونکي تر دې عمره ګټور کار کولى شي.
هغه زياته کړه: په تېرو ٢٠ کلونو کې کادري او شغلي بې ثباتي په فرهنګ بدله شوې ده او له هغو منفي پدېدو سره چې زموږ په ټولنه کې يې وده کړې او په فرهنګ بدلې شوې دي؛ بايد مبارزه وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: د کاري دورې پاى او تقاعد په دې مانا دى چې متقاعد د خپل کاري دورې تجربې نوي نسل ته ولېږدوي چې د دوى له تجربو څخه ګټه واخلي او د هغوى ښه کارونه خپل لارښود وګرځوي او له هغو چارو څخه چې زيانمنونکي دي؛ ډډه وکړي.
په دې غونډه کې موسى راسخ د متقاعدو کارکوونکو په استازيتوب خبرې وکړې او د فرهنګ ودې ته پاملرنه يې د ستونزو د حل لاره وبلله او ويې ويل: ترهغو چې فرهنګ پرمختګ ونه کړي؛ ستونزې نه حل کېږي.
هغه د ادارې د چارو د ښه والي لپاره د غوره کسانو پر ګومارنې ټينګار وکړ او د دغه پروګرام د جوړولو په خاطر يې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت يوشمېر رييسانو، د دغه وزارت ١٤ متقاعدو کارکوونکو ته ستاينليکونه او سوغاتونه ورکړل.
کابل / د تلې ٩ مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

BACK TO NEWS