د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او ادارې نوى معين معرفي شو

farzad_moicgovaf
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۲:۵۸
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او ادارې نوى معين معرفي شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير نن په يوه غونډه کې عبدالبشير حکيمي چې د هېواد د جمهور رييس د حکم پر بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري معين ټاکل شوى دى د دغه وزارت رييسانو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري سرچینو رييس احمد ضيا انوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري معين په توګه د عبدالبشير حکيمي د مقررۍ په اړوند د جمهور رييس حکم ولوست.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په ادارو کې د ټاکنې او تبديلۍ په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې د چارو د ښه والي په مقصد بدلون او تبديلي په يوه اداره کې منل شوې کار دى.
دغه راز هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري د پخوانۍ معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطُفوي د کارونو قدردانې وکړه او ويې ويل چې ميرمن مصطفوي زيات کلونه د دغه وزارت د خپرونو چارو د معينې او د ګرځندوى، مالي او اداري معېنې په توګه خدمت کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز د دغه وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري نوي معين ټاکنه ښه اقدام وباله او د چارو په ترسره کولو کې يې د هغه دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
وروسته د جمهوري رياست د چارو د ادارې د لوى رياست د اړيکو مرستيال احمدالله نويد په ادارو کې ادلون، بدلون يو معمولي کار وباله او ويې ويل: عبدالبشير حکيمي د هېواد له ښو کدرونو څخه دى او هيله لرم چې په دغه وزارت کې هم ښه وځلېږي.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري نوى معين په خپلو خبرو کې په دې پست کې د خپلې ټاکنې په خاطر د جمهوري رياست او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ په همکارۍ به د ګرځندوى صنعت د ودې او د اداري برخو د چارو د ښه والي په خاطر هلې ځلې وکړي.

کابل/ د غویي 1٢مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له فرهنګيانو سره صميمي او همکار دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن يوشمېر شاعرانو او ليکوالو ته د “کلک زرين اکاډمۍ” جايزې د ورکړې په غونډه کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې له فرهنګيانو سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۲:۲۷
Background image

د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ دې د رسنیو لویې کورنۍ او په ځانګړي ډول افغاني رسنیو او خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې د خلکو د خبرولو او پوهولو سپېڅلې دنده ترسره کوي، ډېره ډېره مبارک وي. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۵۵
Background image

عبدالمنان شېوای شرق: په افغانستان کې د خبريالانو او بيان آزادى پر وړاندې ګواښ جنايت دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن په يوه خبري غونډه کې د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي دوسيو د څېړنې په اړه معلومات ورکړل او له رسنيو څخه يې وغوښتل. . .

BACK TO NEWS