د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان له کرونا وروسته د افغانستان رسنيو د حالت د زيان پېژندنې په نامه غونډه جوړه کړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۰:۵۶
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان له کرونا وروسته د افغانستان رسنيو د حالت د زيان پېژندنې په نامه غونډه جوړه کړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين عبدالمنان شيواي شرق په ګډون له کرونا وروسته د افغانستان د رسنيو د حالت د زيان پېژندنې په نامه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د يوشمېر مسوولينو او د هېواد د رسنيو او خبريالانو د استازو په ګډون  جوړه شوه لومړۍ  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين د هېواد د رسنيو ټولنې د قربانيو او کارونو يادونه وکړه او ويې ويل  په حقه چې رسنۍ د هېواد د ميړنيو امنيتي ځواکونو په شان د جعل اوناپوهي په وړاندې د جګړې  په لومړى کرښه کې ولاړ دي .
هغه زياته کړه نننۍ غونډه له کرونا وروسته حالت د زيان پېژندنې په خاطر جوړه شوې ده  چې د افغانستان د رسنيو  د خاوندانو او کار کوونکو په سلامشورو سره چې د کار غوټه خلاصه کړي او د رسانه يي ټولنې غړي خپلې طرحې وړاندې کړي.
هغه زياته کړه موږ موظف يو چې د نننۍ خبرو موضوع په دوحه کې دسولې د خبروپه اړوند د افغانستان له دولت څخه د رسانه يي ټولنې مشخصې غوښتنې په ليکلي ډول ولرو او لوړ رتبه دولتي مقاماتو ته يې وړاندې کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين څرګنده کړه چې د افغانستان د رسانه يي ټولنې له کرونا وروسته د حالاتو د څېړنې په ترڅ کې په دې باب يوه واحده طرحه هم چمتوبه شي .
هغه زياته کړه په دې طرحه کې د افغانستان د رسنيو خاوندانو او جګپوړو مشرانو په قطر کې د سولې له خبرو څخه چې په قطر کې دوام لري خپلې غوښتنې وړاندې کوي چې وکولاى شو يوه عملي لاره  ترلاس لاندې ونيسو.
هغه دغه راز د رسنيوله عدالت غوښتنې څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز د دغې غوڼدې په لومړى برخه کې د هشت صبح د ورځپاڼې مسوول مديرمجيب مهرداد، د راډيو کليد مسوول مديرې خالدې تحسين، د يک ټلويزيون مسوول مدير حامد حيدري، د پژواک د خبري اژانس استازي جاويد هميم کاکر او د طلوع نيوز د ټلويزيون استازي ذبيح الله جهانمل په خپلو خبروکې د کرونا په موسم کې د رسنيو د کاري ستونزو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې په دې فصل کې زيات مالي زيانونه زغملي دي.
دغه راز دوى  له دولت څخه وغوښتل چې له رسانه يي ټولنې سره  خلکو ته د اطلاع رسونې په لاره کې په ډير سخت حالت کې له خدمت څخه ډډه نه دي کړي، ملاتړ وکړي.
دوى د مالياتو د لرې کولو يا د کمښت ، رسنيو ته د دولت له خوا له ګټې پرته پورونو د ورکولو او له رسنيو سره د دولت د همکارى غوښتنه وکړه .
په همدې ترتيب هغوى په دوحه کې دسولې په خبروکې د رسنيو د استازو د ګډون غوښتنه وکړه.
د دغې غوڼدې په دويمه برخه کې  د سلام وطندار له رسنۍ څخه  شاه حسين رسولي، د شمشاد ټلويزيون  خبريال ذبيح الله ، د يک ټلويزيون خبريال امان فرهنګ، د کابل نيوز د ټلويزيون خبريال احسان الله سهاک او د اريانا نيوز خبريال علي جواد اصغري په وار سره خبرې وکړې.
دوى د خبريالانو په تېره بيا د کرونا په فصل کې  ستونزو، اطلاعاتو ته د نه لاسرسۍ د ستونزو او د رسنيو اقتصادي ستونزې بيان کړي او له دولت څخه يې وغوښتل چې د افغانستان  د رسنيود ټولنې استازي د سولې په خبروکې ګډون وکړي .
د دغو رسنيو خبريالانو ټينګار وکړ چې دولت بايد د رسانه يي بنسټونو ملاتړ وکړي
په پاى کې د خپرونو د چارو معين څرګنده کړه چې  د دوى غوښتنې به په ليکلي ډول ډير ژر د هېواد لوړ رتبه مقاماتو ته  وړاندې کړي.
کابل / دتلې ١٠مه / باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
Background image

جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۲
Background image

د غزني ولايت لومړنی مسجد بيا رغول کيږي

پنجشنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د غزني ولايت لومړنی مسجد بیا رغول کيږي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار وايي: د باباجي. . .

BACK TO NEWS