د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۱۷
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د بریدونو او ګواښونو له امله د ۱۱ راډیویي او ۴ تلویزیوني شبکو نشراتي فعالیت درېدلی دی او خلک نه شي کولای چې په خپل وخت پر حالاتو خبر شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د وسله والو طالبانو بریدونه او ګواښونه چې د بیان له آزادۍ  او رسنیو سره د دوی دښمني څرګندوي، په کلکه غندي. دوی نه غواړي چې رسنۍ واقعیتونه خپاره کړي او د ترهګرو ډلو له ظلمونو او نارواوو پرده پورته کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هلمند کې د ټولو راډیویي او تلویزیونی شبکو له خبریالانو او کارکوونکیو سره خپل غوڅ ملاتړ او پیوستون څرګندوي او له ملي امنیتی ځواکونو او غیرتي هلمندیانو غواړي چې ژر ترژره د دغو رسنیو د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

کابل/ د زمري ۱۱ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د فرهنګي چارو د کمېسيون رييس ذبيح الله مجاهد نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په شان خپلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد نصرالله حافظ د زوکړې ۹۰ کالیزې د نمانځنې په مناسبت غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور فقیر میوند، د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه د ويډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د. . .

BACK TO NEWS