د اسلامپالو مبارزینو او ليکوالانو د چاپي آثارو لمانځغونډه جوړه شوه

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۲:۳۴
د اسلامپالو مبارزینو او ليکوالانو د چاپي آثارو لمانځغونډه جوړه شوه

 

تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په وردګ پوهنتون کې د هغه لیکوالانو او اسلام پاله مبارزینو د قدردانۍ په ویاړ غونډه جوړه شوه، چې د تېر شل کلن جهاد په دوران کې یې د وسلوال جهاد ترڅنګ قلمي مبارزه هم وکړه.
په یاده لمانځغونډه کې د لیکوال مولوي ضياء الحق حسان له خوا د (چاپې سهار) په نوم کتاب چې د تېر شل کلن دور د اشغالګرو چاپې، وحشتونه او همدا راز د مجاهدینو کارنامې پکې لیکل شوې وستایل شو.
همدارنګه د اسلام پاله مبارزې بل لیکوال ملاعاکف امارتي د (آزادۍ وږمې) په نوم شعري ټولګه چاپ شوې او د آزادۍ، مجاهدینو د کارنامو او مبارزو ځوانانو د احساساتو په هکله حماسي شعرونه پکې لیکل شوي و، وستایل شو.
ورپسې د یاد ولایت والي الحاج قاري بختیار معاذ وویل، دا ستاسو د سپېڅلې مبارزې برکت دی، چې نن د یو بشپړ اسلامي نظام تر چتر لاندې په یوه علمي غونډه کې راټول یو، ښاغلي معاذ له ټولو لیکوالانو او اديبانو وغوښتل، چې د ملت په یوالي کار وکړي تر څو د قوم، ژبې او سمت پرستۍ د ناوړه کلتور مخنیوی وشي.
ورپسې ددغه ولایت امنیه قومندان شیخ القران و الحدیث محمد شریف حليمي د هغه اسلامپالو مبارزینو د هڅو ستاینه وکړه چې د اشغالګرو وحشتونه يی په لیکلې بڼه انځور کړي دي.
د غونډې په ورورستۍ برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد وویل، د الله تعالی شکر دی چې نن د امن په فضا کې د خپلو قلموالو مبارزینو سره ګډون کوو. ستاسو مبارزې او سرښندنې نه هېرېدونکې دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ستاسو ټولو لیکوالانو، ځوانانو او فرهنګپالو هڅې ستایي او په دغه برخه کې ستاسو سره هر ډول همکاریو ته ژمن دی.
د یادولو وړ ده چې د چاپې سهار، او آزادۍ وږمې کتابونو تر څنګ د لیکوال مولوي عبدالصمد د تحفة النکاح او امین وردګ د فضا او کائنات په نوم کتابون هم وستایل شول.
۱۴۴۴/۱۱/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲ هـ ش
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۰:۱۴
Background image

د کتاب کره کتنې کمېسیون غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې د بیهقي رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ د کتاب کره کتنې کمېسیون د ۱۴۰۲ هـ ش لومړۍ غونډه ترسره شوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

مالي او اداري معین د کونړ د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د موظفې کمېټې سره وکتل

د کرکټ بورډ ریاست د کونړ ولايت د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د لیک په وسیله ریاست الوزراء عالي مقام څخه د تېرې ادارې د کابینې ١٣٩٧/٦/٧ نېټې د (٨) مصوبې د تعدیل غوښتنه کړې وه.
د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۳:۳۸
Background image

زابل کې د کتاب لوستنې يو ورځنى نندارتون جوړ شو


نن سه شنبه (۱۷د ذوالقعدې۱۴۴۴) زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې د کتاب لوستنې په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې لسګونو تنو ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی و.
. . .

BACK TO NEWS