د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۴:۱۰
د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد نصرالله حافظ د زوکړې ۹۰ کالیزې د نمانځنې په مناسبت غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور فقیر میوند، د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور زرین انځور او د علومو اکاډمۍ پرغړي څېړندوی سید محی الدین هاشمي سربېره ګڼ شمېر لیکوالانو او رییسانو برخه لرله .

داستاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او مشرۍ په لړم میاشت کې د علمي سيمينار په جوړولو سره نمانځل کېږي.

د یادونې وړ ده چې یاده غونډه کې د ارواښاد حافظ د شعري کلیاتو او د کیسو ټولګې چاپ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د موسیقۍ د تصنیفونو ټولګې چاپ یې ملي راډیو ټلویزیون په غاړه واخیست.

کابل/ د زمري ۲۱ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۲۲
Background image

روانه مياشت کې د هرات له موزيم او آرشيف څخه دوه نيم زره نفرو ليدنه کړې ده

پنجشنبه (۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم مدير نورزی وايي: په روانه مياشت کې د موزيم او آرشيف د ليدونکو شمېر کې د پام وړ ډيروالی راغلی دی، چې د تېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۴۳
Background image

روسي سيلانيانو پنجشېر ولايت ته سفر وکړ

چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) يو ډله روسي سيلانيانو پنجشېر ولايت ته د د تاريخي، تفريحي او لرغونو ځايونو د ليدو په موخه سفر وکړ او د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره يې د نوموړي په کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۳۷
Background image

سرپل ولايت ته د تلونکو سيلانيانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی

چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت کې د طبيعي سرسبزۍ، سياحتي جاذبو او ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د سيلانيانو په شمېر کې هم. . .

BACK TO NEWS