د ابوریحان البیروني علمي او څېړنیز سیمینار د جوړېدو ناسته ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۲۳
…

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو کلتور ریاست له لوري د ابوریحان البیروني د شخصیت پېژندنې او اسلامي نړۍ ته د ترسره کړو خدمتونو په اړه د علمي او څېړنيز سیمینار د ترسراوي لپاره ګډې کمیټې د هنر او کلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ ناسته ترسره کړه.

یاده کمیټه چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور د معین په شمول د چارو ادارې، لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، علومو اکاډمۍ، مالیې وزارت او د بهرنیو چارو وزارت استازي پکې شامل دي، په ننۍ ناسته کې د یاد سیمنیار د تخنیکي اړخونو تر څنګ د۴۰ علمي مقالو د څېړلو او چاپ په باب نظرونه تبادله کړل او لازمې پریکړې وشوې.

۱۴۴۵/۸/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۳۰ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS