د آزادو ژورنالیستانو ټولنې رئیس د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې رئیس ښاغلي حجت الله مجددي د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ښاغلي مولوي حبيب الله مجاهد سره د ژورنالیستانو د ستونزو او لاسته راوړنو په موخه وکتل.
د ناستې په پیل کې ښاغلي مجاهد وویل: د ا.ا.ا. په راتګ سره په میدان وردګو ولایت کې د ژورنالیستانو پر وړاندې کومه ستونزه نده رامنځته شوې، د رسنیو کار تر بل هر وخت پیاوړی شوی.
د رسنیو د همغږۍ میاشتنۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر مشرۍ لاندې تر سره کيږي، چې تر دې مهاله د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې او پر وړاندې یې کومه جدي ستونزه نده رامنځته شوې.
ښاغلي مجددي د اطلاعاتو او کلتور له رئیس څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه، ژورنالیستان باید خپله همغږي د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره نوره هم پیاوړې کړي او په رسنیزه برخه کې باید د دوی ملاتړ وشي.
۱۴۴۵/۳/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۷ هـ ش