دولت شاه ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
999

چهارشنبه ( ۴ محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بیلابیلو ښوونځیو شاوخوا(۱۵۰) تنو زده کوونکو څخه څه موده وړاندې د امارت پېژندنې کتاب آزموینه اخیستل شوې وه، نن یې د يوې غونډې په ترڅ کې پایلې اعلان او غوره ګډونوالو ته ډالۍ وويشل شوې.
په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د داسې سیالیو موخه او هدف نوي نسل ته د اسلامي امارت ورپېژندل، له موخو یې خبرول، مطالعې سره بلدتیا او د نظام اړوند معلومات ورکول دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د سیالۍ مخکښو او بریاليو زده کوونکو ته به جایزې ورکړل شي، ترڅو نور ځوانان هم تشویق او داسې سیالیو کې برخه واخلي.
ښاغلي رسولي پر ځوانانو غږ وکړ، چې الله جل جلاله مونږ ته داسې یو اسلامي نظام راکړی، چې ساری یې په نړۍ کې نشته، پکار ده چې د دې نظام بشپړ ملاتړ وکړئ او هیچا ته دا اجازه ورنکړئ، چې د شته نظام پر وړاندې ستونزې راولاړې کړي.
د غونډې په ورستیو کې د یادې سیالۍ لومړي او دوهم مقام ګټوونکو ته لپ ټاپ کمپیوټرونه او هغه مسؤلینو ته چې په یاده آزموینه کې يې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري کړې وه، ستاينليکونه ورکړل شول.

۱۴۰۳/۴/۲۱ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۱۱ ميلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا او سرپل ولایتونو کې خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پکتیکا او سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د یادو ولایتونو د خپلواکو خبریالانو ټولنې په همکارۍ د سیمیزو رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د ولایتي ادارو ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د بیارغونې چارو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسيمي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار سره یوځای د مولانا جلال ‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د. . .

BACK TO NEWS