دخواخوږۍ پيغام

farzad
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۹:۵۹
دخواخوږۍ پيغام

د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر نور احمد کريمي د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام په ژورې خواشينۍ سره مو د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر نور احمد کريمي د ناڅاپي مړينې خبر ترلاسه کړ. نور احمد کريمي د هرات د لرغونې اوتاريخي ولايت ځوان فرهنګي، رسانه يي، خلاق او نوښتګر شخصيت و. هغه له اتو کلونوراپديخوا د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر په توګه دنده ترسره کړه او له دولتي دندې برسېره د دوربين د فرهنګي او څېړنيز مرکز بنسټ اېښودونکى و او په ليکوالۍ کې يې هم ځانګړي مهارتونه درلود. ارواښاد کريمي په کابل کې د مطبوعاتو د سترنندارتون د جوړولو يو نوښتګر و او د دغه جالب او له محتوا ډک نندارتون په جوړولوکې له هرات او د اطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې له خپلو همکارانو سره يوځاى نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې او دغه نندارتون په ښه اوبريالى ډول د کابل ښار په بابر بڼ کې جوړشو. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه د نور احمدکريمي فرهنګي او رسانه يي کارونو ته د قدر په سترګه ګوري اود هغه ناڅاپي مړينه يوه ضايعه بولي او د الله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت کورنى، خپلوانو، د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ په رياست کې د هغه همکارانواود فرهنګ او رسنۍ د برخې ټولو فعالانو ته د صبر او زغم هيله کوي.

کابل / د وږي ٢٣مه /باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۹:۲۳
Background image

د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره بشپړه شوه

د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره نن د موظف کمېسيون په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى په مشرۍ جوړه شوه، بشپړه شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

عبدالمنان شېواى شرق په پرتمين ډول د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون پر جوړولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق په مشرۍ نن د افغانستان – ايران د کتاب د نړيوال نندارتون د جوړولو لپاره د تياري غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د باختر. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

محمد طاهر زهير د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهرزهير نن د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رييس شميم خان کټوازي سره د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه د همکارۍ هوکړه ليک. . .

BACK TO NEWS