داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېر يوکال دکاري رپوټ د تدوين کمېټې غونډه جوړه شوه

ehsan
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۹:۲
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېر يوکال دکاري رپوټ د تدوين کمېټې غونډه جوړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د  ١٣٩٨ کال د کاري رپوټ د تدوين کمېټې غونډه  جوړه شوه
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له مشرتابه هيئت  څخه متشکله ده او د ې وزارت د تېر يو کال دکاري رپوټ  د تدوين په باب چې تشکيل، بودجه، عادي او پرمختيايي پروژې، خپرونې، تاريخي  آبدې، ګرځندوى، ځوانان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نورې اړوندې برخې پکې شاملې دي،کار کوي.
په غونډه کې دکمېټې غړو داطلاعاتو اوفر هنګ وزارت د ١٣٩٨ کال د کاري رپوټ  د تدوين بهير د بشپړېدو  ډاډورکړ.
د هغه پروګرام پربنسټ  چې پخوا تنظيم شوى دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنيو د مرکز له لارې په يوه غونډه کې د دې وزارت  د تېر يو کال د کړو وړو رپوټ  خلکو ته وړاندې کوي.
دغه راز په غونډه کې حسينې ساپۍ دکمېټې له غړو څخه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ١٣٩٨ کال دکړو وړو د رپوټ  د تدوين په مقصد يې هڅه او هاند کړى دى، مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه رپوټ به  په نږدې راتلونکې کې  د رسنيو په شتون  له خلکو سره  شريک شي.
کابل /دکب ١٥مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۹:۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

د افغانستان د خلکو دښمنانو د خپلو کرغېړنو موخو لپاره پخوا هم له فرهنګي ارزښتونو کار اخیستی  دی، دا ځل یې د خپلو بشري ضد جنایتونو په دوام کرغېړنه هڅه وکړه چې د موسیقۍ آله د ترهګریز برید. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۳:۰
Background image

محمد قاسم وفايي زاده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير وټاکل شو

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم له مخې، ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو.

حکم، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت موظف کړی، چې نوموړی زر تر زره. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۳۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حماسي موسيقۍ جشن جوړوي

د حماسي موسيقۍ جشن په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په وياړ ترسره کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد شاعرانو،. کمپوزيترانو او سندرغاړو ته بلنه ورکوي. . .

BACK TO NEWS