تخار کې رضاکارو ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یونیسف دفتر په همکارۍ ۲۰ تنو رضاکارو ځوانانو ته په تالقان ښار کې یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
د دغه سیمینار په پیل کې د ځوانانو چارو آمر وویل: د رضاکارو ځوانانو فعالیتونه د عامه پوهاوي او د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د ځوانانو لپاره فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو زمینه برابره کړي او د رضاکارو ځوانانو اړوند خلکو ته خدماتو رسولو له فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي.
همدارنګه د رضا کارو ځوانانو په استازوالۍ یو تن ګډونوال د دغه ډول سیمینارونو جوړول مهم یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې د ځوانانو ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په موخه باید دا ډول سیمینارونه جوړول ډېر شي.
په پاې کې د یونیسف دفتر عامه پوهاوي برخې ترینر وویل: ځوانان اړتیا لري، چې د روزنیزو پروګرامونو له لارې ټولنې ته په ښه طریقه خدماتو رسولو باندې پوه شي، ترڅو وکولای شي چې د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
د یادولو وړ ده، چې دغه سیمینار موخه د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې په ځانګړې توګه د (پولیو، شري او نري رنځ) پر وړاندې د ځوانانو ظرفیت لوړونه او پوهاوی وو.
۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
