(تازه نفس) انځورګرۍ نندارتون په کابل کې جوړ شو

farzad_moicgovaf
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۰:۳۷
تازه نفس) انځورګرۍ نندارتون په کابل کې جوړ شو)

د (تازه نفس) تر نامه د انځورګرى نندارتون نن په کابل کې جوړ شو او په هغه کې د ١٦ انځورګرانو هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ دغه نندارتون د لویانو د زده کړې لپاره د افغانانو  ملي موسسې ( انافي ) او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان ریاست جوړ کړی دی چې په هغه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ١٦ځوانو انځورګرانو خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهيرد دغه نندارتون د پرانیستلو  په وخت کې وويل:  زده کړه او پوهه  يو انساني،  وجداني، ايماني او ديني کار دى؛ لکه څنګه چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص) فرمايلي دي ( له زانګو تر ګوره زده کړه وکړه).
هغه وويل:  د لویانو د زده کړې لپاره  د افغانانو ملي موسسې يو ډېر ښه او په زړه پورې  ټکي ته اشاره کړې ده او په ورته وخت  کې یې يوې تشې ته  هم ګوټه نیولې ده او هغه دا چې په ٤٠ کلونو جګړو او نا امنيو کې، زياتې کورني، ښځې او نارينه چې ښه او ځلانده استعدادونه يې لرل  له زده کړې، د علم، کسب او هنر له زده کړې څخه بې برخې پاتي شول.
هغه زياته کړه چې اوس د علم، پوهې او هنر د زده کړې لپاره  زمينه برابره ده. زده کړه انساني ، ديني او وجداني کار دى.
دولتي او خصوصي بنسټونه چې ځوان نسل ته دغه شان پروګرامونه طرحه کوي او د ځوانانو د ودې لپاره زمينې برابروي  ښه کار او اقدام  ترسره کوي.
د ملي نګارستان رييس محمد هاشم شارق وویل د هغو څېړنو له مخې چې ترسره شوي دي د دغه نندارتون پنځو برخه والو انځورګرانو ته چې کار يې معياري ارزول شوی دی، ستاين ليکونه ورکول کېږي.
هغه د دغه شان پروګرامونو د جوړولو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل: د دغه شان نندارتونونو جوړول پټ  استعدادونه  راښکاره کوي او دا زموږ د خلکو د فرهنګ د ودې لپاره يوښه کار دى.
د انافي موسسې د رييس بشير خالقي د څرګندونو له مخې؛ د دغه شان پروګرامونو د جوړولو موخه د استعدادونو وده ده. هغه زیاته کړه: موږ به د دغه شان پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړو.
 کابل / دتلې ١٠مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

BACK TO NEWS