د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له سیمه ییزو رسنیو وغوښتل چې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي

wares_admin
Thu, Mar 16 2023 10:13 PM
....

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې ولایت د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلینو سره ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې خپلې خپرونې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره برابرې کړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې په بغلان ولایت کې د شته فعالو رسنیو نشراتي منځپانګې د ژورنالیزم او هیواد د ملي ګټو په پام سره برابرې شوي، خو غوښتنه یې وکړه چې سیمه ییزې رسنۍ دې اسلامي او ټولنیز ارزښتونه هم په پام کې ونیسي څو خپرېدونکې خپرونې د کیفیت له پلوه ښې او د اورېدونکو د پام وړ وګرځي.

د خبریالانو په استازیتوب حارث سیار، رازمحمد راز او عبدالواحد وحدت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې د رسنیو لپاره یې مناسب او ډاډمن کاري شرایط برابر کړي دي.

۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش