د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونه
د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونې کمېسیون د هېواد په کچه د (۳۰) څلور لارو، (۱۹) واټونو، (۳) دوه لارو، (۱) درې لارې او (۱۳) عامه ځایونو نومونه کړې ده.
همدارنګه د کمېسیون د پرېکړې پر اساس د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د عامه ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونه د ډیټابیس جوړېدو لپاره راغوښتل شوي دي، چې په یاد ډیټابس کې د (۱۴) ولایتونو اړوند (۶۳۳) عامه ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونه زېرمه شوي دي.