‏افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، راځئ په ګډه یې ودان کړو

panah_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۸:۳۶
...

جمعه(۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶) یادې څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسيې هیواد په سینت پیتربورګ ښار کې د ميشتو افغانانو د کلتوري ټولنې له رئيس او غړو سره د کتنې پر مهال وکړې. 

په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه له افغان فرهنګيانو سره په ليدنه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: له څلور لسيزو وروسته اوس افغانستان د يوه داسې نظام څښتن دی، چې په ټول هيواد په کامله توګه حاکميت لري، هيواد کې امنيت حاکم دی، افغانان دې هيواد ته راستانه شي تر څو تر يوه چتر لاندې سره راټول شو او په يووالي سره د هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

خيرخواه صاحب زياته کړه؛ په تېرو شلو کلونو کې مو ډيرې امنيتي ستونزې درلودې، اما نن ورځ هر افغان د‌ مصؤنيت احساس لري، د‌ هيواد ګوټ ګوټ ته په ارام زړه سفر کوي، د افغانستان ارضي تماميت او ملي حاکمیت تر پخوا ډير مصؤن دی، له اداري فساد او مخدره موادو سره جدي مبارزه شوې ده، همدا راز امنيتي او دفاعي ځواکونه د هيواد د سرحداتو او ملي نواميسو د ساتنې په خدمت اخته دي او د خلکو، هيواد او آزادۍ له پاره متعهد دي.

ورپسې سینت پیتربورګ ښار کې ميشتو افغانانو په خپل نوبت سره د وړانديزونو او نظرياتو په شريکولو سره له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل: نه غواړو چې افغانستان بېرته شاتګ وکړي، اسلامي نظام د هيواد د ټولو ستونزو حل دی، دوی د عامه اذهانو پر روښانه کولو ټينګار وکړ، تر څو د افغانستان اصلي څهره نړيوالو ته ښکاره شي.

په پای کې دواړو لوريو په ارضي تماميت، ملي حاکميت، له ملي او اسلامي ارزښتونو، او د افغانستان له اصلي کلتورونو دفاع باندې ټينګار وکړ. 

۲۰۲۴/۹/۱۳ ميلادي

۱۴۰۳/۶/۲۳ هـ ل

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۲۹
Background image

غزني کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوری یاد ریاست کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه یو ورځنی  معلوماتي سمینار ترسره شو.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د عامه کتابتونونو رياست له لوري يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت يو شمېر يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د عامه کتابتونونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۳۲
Background image

فراه کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول 

د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په شپږم پړاو کې ۳۴ تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو له ۶ مياشتنۍ دورې او وروستۍ ازموينې وروسته د ځانګړو. . .

BACK TO NEWS