ګڼ شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح او مسؤلیت پیژندنې په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو
په زرمت ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح او مسؤلیت پېژندنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د قرآن کریم او نبوي ارشاداتو په رڼا کې د انسان د ژوند اساسي اهدافو او د ځوان نسل مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې له وخت څخه د سمې استفادې، زدهکړو ترلاسه کولو او ټولنې ته د لا ښه خدمت کولو لپاره وهڅول.
دغه راز د مسؤلینو له لوري فکري جګړې او د هغې اغېزې، د ناوړه دودونو او انساني قاچاق مخنیوي په اړه هم خبرې وشوې.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه بیان کړل، چې د مسؤلینو له لوري یې پوښتونو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکول شول.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول روزنیز سیمینارونه به د پکتیا ولایت نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي.
۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق
