ځوانانو ته د یووالي، اتحاد او فکري ویښتیا یو ورځنۍ سمینار ترسره شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۱۶
..

چهارشنبه ( ۱۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري ځوانانو ته د یووالي، اتحاد او فکري ويښتیا په موخه یو ورځنۍ سمینار ترسره شو.
یاد سمینار کې محلي مسؤلینو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو، چې تر ډېره پکښې د ځوانانو د فکري ویښتیا، یووالي او اتحاد پر موضوعاتو لازمي سپارښتنې او لکچرونه ورکړل شول.
د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغاولي قریشي د سمینار برخوالو ته د وینا پر مهال د اسلامي نظام د راتګ لپاره د ولسونو د قربانیو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، ځوانان د نظام د پرمختګ او د هیواد د خدمت تر ټولو مهمه برخه ده، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د نظام د بقاء او پرمختګ لپاره د اسلامي نظام ملاتړ وکړي او په یووالي او اتحاد سره دي د هیواد خدمت وکړي. 
 د سمینار یو شمېر نور ګډونوالو هم د ځوانانو د یووالي، اتحاد او فکري ویښتیا پر ارزښت او هدفونو مهمې او ارزښتناکي ویناوې وکړې.
د یاد سمینار ګډونوالو ځوانانو د یاد سمینار په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۰۳/۵/۳ ھـ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۴ ميلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۳
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۱
Background image

نیمروز کې د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
ښاغلي الهام دغې ناستې څخه موخه په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۸
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ،مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د يوه پلاوي په ملتیا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه د ادارو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او د. . .

BACK TO NEWS