پوهاند محمد رسول باوري د هېواد د ناملموس فرهنګي ميراثونو د ثبت د بهير په ګړندي کولو ټينګار وکړ

farzad
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۰
پوهاند محمد رسول باوري د هېواد د ناملموس فرهنګي ميراثونو د ثبت د بهير په ګړندي کولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ نن د فرهنګي ناملموسو ميراثونو کمېټې غونډه وکړه .
د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو سلاکار او د دغه وزارت د خلکو د فرهنګ او لرغونپوهنې رييسانو او د اغاخان د فرهنګي بنسټ د يونسکو او د فيروزکوه د ادارو استازو او مسوولينو پکې ګډون کړي و.
په دې غونډه کې پوهاند باوري  د افغاانستان د ناملموس  فرهنګي ميراثونو د ثبت لپاره چې بايد د نړۍ  په فرهنګي ميراثونو کې ثبت شي ټينګار وکړ او په دې اړه يې  د منل شويو معيارونو په  باب هم  خبرې وشوې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين  څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د هېواد ١٣٠ عنوانه  ناملموس  فرهنګي ميراثونه ثبت شوي دي او دغه لړۍ دوام لري.
هغه زياته کړه چې  په تېرو کلونو کې  د هېواد د فرهنګي ناملموسو ميراثونو د ثبتولو په برخه کې زياته پاملرنه  نه ده شوې. او اوس  هلې ځلې دوام لري  چې په دې برخه کې زيات او اغيزمن کارونه ترسره شي.
وروسته د خلکو د فرهنګ رياست  د فرهنګي ناملموسو ميراثونو د څانګې مسوول  د دغې څانګې  د کارونو رپوټ وړاندې کړ.
دغه راز د کمېټې غړو د خپلو پروګرامونو په اړه  خپلې نظريې او پيشنهادونه هم  د چارو د ښه والي په خاطر  وړاندې کړ.
د غونډې په پاى کې پوهاند محمد رسول باوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د خلکو د فرهنګ رياست او د دغو بنسټونو ترمنځ د چارو پرګړندي کولو زياتې همکارى او همغږى ټينګار وکړ.

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۵۲
Background image

محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د “دافا” موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۴۱
Background image

محمد طاهر زهير د لاجورد فلم ملي جشن د پرانیستلو په مراسمو کې: سینما کولاى شي فرهنګ تبلیغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون پرون د لاجورد فلم ملي جشن په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې په تالار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محمد الیاس داعي یادغونډه جوړوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال محمد الیاس داعي یاد غونډه په نږدې ورځو کې په کابل کې جوړوي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر. . .

BACK TO NEWS