په نیو یارک کې د ملګرو ملتو سازمان ودانۍ د افغانستان پر نقاشۍ ښکلې کېږي

farzad_moicgovaf
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۶:۴۲
په نیو یارک کې د ملګرو ملتو سازمان ودانۍ د افغانستان پر نقاشۍ ښکلې کېږي

هنر سالار بنسټ د لومړي ځل لپاره په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتو سازمان ودانۍ د افغانستان پر نقاشۍ ښکلې کوي.

د هنر سالار بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې شپږ میاشتې مخکې یې د ملګرو ملتو سازمان ته په هغه سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د نمایندګۍ په ملاتړ د نقاشۍ ډیزاین وړاندې کړ او وروسته له هغې چې قانوني او ډیپلوماټیکې چارې یې بشپړې شوې، د هغې انځورول یې پيل کړل.

دغه بنسټ وايي چې یاده تابلو د اوسني او راتلونکي افغانستان د ارزښتونو، هویت او حقیقتونو ښکارندویي کوي چې د یوې میاشتې په بهیر کې د هنر سالار موسسې نارینه او ښځینه انځورګرو په کابل کې انځور کړې ده.

د تابلو په انځورولو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د خاورې نمونې راټولې شوې او کارول شوې دي.

دغه تابلو ۴ متره اوږدوالی او ۲ متره پلنوالی لري چې په نیویارک کې به د ملګرو ملتو د مرکزي ودانۍ په ځانګړی ځای کې د تل لپاره وځړول شي.

د یادونې وړ ده چې د تابلو د پرانیستې په مراسمو کې چې پرون په نیویارک کې ترسره شول، د ملګرو ملتو سازمان  سرمنشی  انتوني ګوتریش، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز، ملي او نړېوالو ډیپلوماټانو، د هنر سالار موسسې مشر او په نیویارک کې مېشتو یو شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.

کابل/ د چنګاښ ۸ مه/ باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۹:۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

د افغانستان د خلکو دښمنانو د خپلو کرغېړنو موخو لپاره پخوا هم له فرهنګي ارزښتونو کار اخیستی  دی، دا ځل یې د خپلو بشري ضد جنایتونو په دوام کرغېړنه هڅه وکړه چې د موسیقۍ آله د ترهګریز برید. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۳:۰
Background image

محمد قاسم وفايي زاده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير وټاکل شو

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم له مخې، ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو.

حکم، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت موظف کړی، چې نوموړی زر تر زره. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۳۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حماسي موسيقۍ جشن جوړوي

د حماسي موسيقۍ جشن په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په وياړ ترسره کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد شاعرانو،. کمپوزيترانو او سندرغاړو ته بلنه ورکوي. . .

BACK TO NEWS