يوشمېر عالمانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره وکتل

ehsan
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۹:۱۷
يوشمېر عالمانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره وکتل

يوشمېر عالمانو نن  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې حسينې ساپۍ سره  په کتنه کې  د رسنيو په تېره بيا د تصويري رسنيو د خپرونو په اړوند خپل وړانديزونه  چې بايد اسلامي او د هېواد  د اصيل فرهنګ ارزښتونو ته پکې پاملرنه وشي،  شريک کړل.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې  چې مولوي عبدالسلام عابد مولوي  رحمت الله اندړ ، شيخ خدابخش محسني او يو شمېر نور عالمان هم حاضر وو، عالمانو ټينګار وکړ چې دکرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په مقصد څرنګه چې  جوماتونه  تړل شوي دي، بايد رسنۍ  او په تېره بيا تصويري  رسنۍ  دې هم د هغو پروګرامونو له جوړولو چې خلک پکې راټولېږي  ډډه وکړي.
هغوى وويل: که چېرې  ولايتونه  قرنطين شي خلک به په خپلو کورونو کې زياتره تلويزيوني پروګرامونه  وګوري .
عالمانو ز ياته کړه چې د رسنيو په تېره بيا د تلويزيونونو په خپرونو کې دې اسلامي، فرهنګي او تعليمي ارزښتونو ته زياته پاملرنه وشي او د مبتذلو پروګرامونو له خپرولو څخه  چې د اسلامي فرهنګ او د هېواد د خلکو د دودونو پرخلاف دي، ډډه وشي .
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  حسينې ساپۍ  ديني، اسلامي او فرهنګي  ارزښتونو ته  پاملرنه د دغه وزارت  لومړيتوبونه وبلل او عالمانو ته يې  د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
  هغې ټينګاروکړ چې د رسنيو په  خپرونوکې بايد اسلامي او فرهنګي ارزښتونه او  د خلکو ګټورو دودونو ته جدي پاملرنه وشي.
کابل / دوري ٦مه / باختر :

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون ناسته جوړه شوه

د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ ناسته وکړه
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۴:۲۵
Background image

د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدیر دادمحمد عنابي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړچې د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدیر دادمحمد عنابي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن په حق ورسېد.

دادمحمد عنابي د هېواد یو فرهنګی او ادبي شخصیت و او په فرهنګ او ادب. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۹:۴۲
Background image

د غوریانو دورې پورې اړوند د تاریخي سندونو یوه بسته ارزول کېږي


د غوریانو په دورې پورې اړوند د تاریخي سندونو د ارزونې غونډه چې ویل کېږي زرکاله لرغونتیا لري، نن د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، ټاکل شوې ده دغه. . .

BACK TO NEWS