ملاخیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

moic_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۲۹
Khairkhwa-EU-Metting-Moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ستر سیاسي سلاکار جیني ګرین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړو لوریو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو ترڅنګ پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.
سرپرست وزیر یادو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي مصالحو په نظر کې نیولو سره د بیان او رسنیو ازادۍ ته پوره ژمنتیا لري.
خیرخواه همدارنګه د اروپايي ټولنې د ستر سیاسي سلاکار څخه له رسنیو، رسنیزو بنسټونو او افغان خبریالانو سره د اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر راغلو مېلمنو ته د (رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون) په اړه معلومات او ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به تر خپلې وسې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې توماس نیکولسن د رسنیو او د بیان ازادۍ ته د اسلامي امارت د ژمنتیا له کبله خوښي څرګنده کړه.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تر دې وړاندې د بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره هم کتلي وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۱/۱۱/۷ - ۲۳:۵
Background image

د قرآن کریم د توهین په غبرګون کې د هیواد په یوشمېر ولایتونو کې پراخ لاریونونه ترسره شول

 

نن جمعه ۱۴۴۴/۷/۵ هـ ق په سوېډن او نیدرلینډ کې د قرآن کریم سوځولو او سپکاوي په غبرګون کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو (کابل، ننګرهار، هرات، غزني، بلخ، سرپل، پنجشیر، فراه، نیمروز،. . .

جمعه ۱۴۰۱/۱۱/۷ - ۲۲:۵
Background image

د ښوونیزو کورسونو د ۵۰ مه اصلاحي غونډه ترسره شوه

زرنج، د رجب المرجب ۴ مه/د سلواغې ۶ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو کورسونو ۵۰ مه اونیزه اصلاحي غونډه «ښه ویناکوونکی او په ټولنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۸:۳۱
Background image

زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د لیکوالۍ له میاشتني کورس څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول

 

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لورې یوه میاشت وړاندي د لیکوالي فن، ښې وینا کولو هنر او ویاندویي کورس پیل شوی و، چې پرون د چار شنبې په ورځ. . .

BACK TO NEWS