محمد طاهر زهیر: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب د ليکوالو او ناشرانو ملاتړ کوي

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۴:۳۷
 محمد طاهر زهیر: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب د ليکوالو او ناشرانو ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن ”د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” کتاب د مخکتنې په وخت کې وويل: فرهنګي وده، په ټولو برخو کې د ودې او پرمختيا لپاره سريزه ده چې له هغه پرته نه شو کولاى آرامي او سوکالي ترلاسه کړو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د ځوان ليکوال محمد عارف وفايي د کتاب ”د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې مخکتنه وشوه.
د دغه کتاب د مخکتنې په مراسمو کې يوشمېر فرهګنيانو او ليکوالو ګډون لاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير، د محمد عارف وفايي د نوي اثر په تالیف کې د هغه هلې ځلې په نيکۍ يادې کړې، ويې ويل: په اوسني ستونزمن حالت کې د دغه شان ارزښتناک کتاب چاپول د خوښۍ وړ خبر دى.
هغه د محمد عارف وفايي دغه کار یو فرهنګي نوښت وباله او ويې ويل: فرهنګي وده، په ټولو برخوکې د ودې او پرمختيا لپاره سریزه ده چې له هغه پرته نه شو کولاى آرامي او سوکالي ترلاسه کړو.
هغه زياته کړه: له هغو ټولنيزو او فرهنګي ناخوالو څخه تېرېدل چې نن زموږ په ټولنه کې محسوسې دي، يواځې د کتاب او نورو فرهنکي آثارو په چاپولو، امکان لري.
زهير له ټولو ليکوالو او فرهنګيانو څخه وغوښتل چې د زياتو آثارو په ليکلو او چاپ کې هڅې وکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغوی ملاتړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” کتاب په ٣٧٦ مخونو کې د ١٠٠٠ ټوکو په تيراژ مقصودي انتشاراتو چاپ کړى دى.
کابل/ د سلواغې ۱۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني معين او د کابل پوهنتون د استاد پوهاند محمد رسول باوري پر مړينې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر  پخوانى معين، د کابل پوهنتون استاد، لرغونپوه او د هېواد پېژندل شوي فرهنګي شخصيت پوهاند محمد رسول باوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۲۰:۵۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد محمد حسین سرآهنګ ۳۹ تلین ونمانځه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په ملي ګالري کې د موسیقۍ د سرتاج ارواښاد استاد محمد حسین سر آهنګ ۳۹ تلین ونمانځه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په دې نمانځغونډه کې د. . .

BACK TO NEWS