محمد طاهر زهير: د فرهنګي حالت ښه والى زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۴۵
محمد طاهر زهير: د فرهنګي حالت ښه والى زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په مشرۍ د فرهنګ عالي شورا غونډه نن جوړه شوه .
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د هنر عالي شورا مرستيال تيمورشاه حکيميار د دغې شورا د ترسره شويو فعاليتونو رپوټ وړاندې کړ. وروسته د شورا غړو د دغې شورا د فعاليتونو، ستونزو، د شورا لپاره د ټاکلې بودجې ځانګړي کولو، د هنرمند صندوق ته د پاملرنې او د چارو د ښه والي په اړه خپلې نظريې او وړانديزونه څرګند کړل. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هنر عالي شورا د چارو پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل چې په هېواد کې د څلويښتو کلونو جګړو او نا امنیو په بهير کې فرهنګ څنډې ته شوی دی او فرهنګ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. هغه زياته کړه چې د فرهنګي حالت د ښه والي لپاره زياتو هلو ځلو ته اړتيا ده. دغه راز محمد طاهر زهير د هنر عالي شورا له غړو وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې د هنر عالي شورا حالت د ښه والي په خاطر خپلې مشخصې نظريې وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړي چې يوه څرګنده او روښانه طرحه چمتو او د هېواد جمهور رييس ته وړاندې شي.
کابل / د لړم٢٨مه /باختر

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

تخار کې د فريلانسنګ( انلاين کاروبار )معلوماتي سيمينار ترسره شو

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت له لوري د فريلانسنګ( انلاين کاروبار ) معلوماتي سيمينار ترسره شو.

د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
Background image

جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه. . .

BACK TO NEWS