له کلتور ښوونیز مرکز څخه ۴۲۰ تنه ځوانان د بېلابېلو برنامو له زده کړو فارغ شول

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۳۰
asad

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت تر چتر لاندې د (وای، اېچ، ډي، او) ادارې په مالي ملاتړ د کلتور له ښوونیز مرکز څخه په درېیمه دوره کې ۴۲۰ تنه ځوانان د انګلیسي، کمپیوټر، فریلانسنګ، ژوند مهارت، سواد زده کړې او نورو بېلابېلو برخو څخه فارغ شول. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر ټولو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ډېرښت په موخه د دغه ډول برنامو د لا زیاتوالي ډاډ ورکړ او ويې ويل: هڅه کوو ورځ تر بلې ځوانانو لپاره دغه ډول زده کړه ییزې برنامې ډېرې کړو، چې له امله یې ګڼ شمېر ځوانان کاري فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
ښاغلي زهير زیاته کړه؛ د دې فارغانو له ډلې ۸۳ تنه د (فریلانسنګ) له درې میاشتنۍ زده کړو فارغ دي، چې ۲۵ تنو یې عملاً له دې لارې پروژې اخیستي او سلګونه ډالره عواید ترې لري.
همداراز په پروګرام کې د ننګرهار د بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزیروال، د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي او د ( وای، اېچ، ډي، او) ادارې مسؤل نوید عادل هم په خپلو خبرو کې ځوانانو ته مبارکي ورکړه.
یادو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې دلته د فکري جګړې په نوم یوه بده جګړه پیل او زموږ د ځوانان ذهنونه خراب کړي، هڅه وکړئ، د چا په درواغو ونه غولېږئ او د هېواد په بیا ودانولو کې خپل نظام سره اوږه په اوږه ودرېږئ.
ورپسې څو تنو ځوانانو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او هيله يې وکړه، چې دغه ډول پروګرامونو ته دې لا پراختیا ورکړي او ولسوالیو ته دې هم وغځول شي.

۱۴۴۶/۳/۱۱ ھ ق
۱۴۰۳/۶/۲۴ ھ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۲۸
Background image

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان شوې

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت او د پوهنې ریاست تدریسي آمريت له لوري تر سره شوې وه، چې سلګونه ځوانانو پکې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۱۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې د چهارمغز جشن جوړ شو

د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د سيمه ييزو مسوولينو، علماوو، فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو او ځوانانو په ګډون په نجراب ولسوالۍ کې د چهارمغز جشن جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په جوزجان کې د کمپیوټر له څانګې څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

١٧٠ تنو ځوانانو د کمپيوټر پروګرام له روزنيز کورس وروسته د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له وړيا تعليمي مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور. . .

BACK TO NEWS