له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۸:۵۴
..

په بغلان، لوګر، فاریاب او پنجشېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه تنه ځوانان فارغ شول.
بغلان کې څه باندې درې زره تنه ځوانان، لوګر کې سلګونه تنه ځوانان، فاریاب کې شاوخوا ۱۷۰ تنه ځوانان او پنجشېر کې ۱۰۰ تنه ځوانان د انګلیسي او عربي ژبو او کمپیوټر بېلابېلو پروګرامونو، خطاطۍ، املا او انشاء له ښوونیزو ټولګیو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
فارغ شویو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو څخه د وړیا ښوونیزو فرصتونو برابرولو له امله مننه وکړه او د دغو پروګرامونو د دوام، پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي شول، ترڅو په راتلونکې کې لا زیات ځوانان وشي کولای په دغو ښوونیزو مرکزونو کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او زده کړو ترلاسه کولو اهمیت باندې ټینګار وکړ او د ورته ښوونیزو پروګرامونو د دوام، پراختیا او پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړ.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۱
Background image

(د افغانستان اقتصادي رنسانس) کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د لیکوال عبدالوافي نایبزي لیکلي آثر (د افغانستان اقتصادي رنسانس) مخکتنه وشوه.
د مخکتنې په دې غونډه کې د عامه کتابتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

کندوز کې د شمال ختیځ زون په کچه د ریدي‌ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د کندز اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د شمال ختیځ زون په کچه د ریدي ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې په دې مشاعرې کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس له رسنیو څخه د امارتي ادارو او. . .

BACK TO NEWS