فرهنګي ديپلوماسي د ولسونو د اړیکو په پراخولو کې مؤثر رول لوبوي
جمعه ( ۱۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶ ) د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير د فرهنګونو اتحاد د ناستې په څنډو کې د روسیې هیواد د کلتور له وزيرې اولګا لوبیمووا سره کتلي.
آغلې لوبیمووا د افغانستان پلاوي ته د فرهنګونو اتحاد غونډې ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ، او ورته فرهنګی غونډې یې د دواړو هيوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو ښه فرصتونه وبلل.
د روسیې هیواد د کلتور وزيرې افغانستان د لرغونو سیمو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو غني هیواد یاد کړ او د افغانستان د ملي موزيم له کارکونکو يې د فرهنګي آثارو د ښې ساتنې له امله ستاینه وکړه او فرهنګي برخه کې يې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره د روسیې هیواد لخوا آمادګي وښودله.
نوموړې زیاته کړه؛ د نندارتونونو ترسره کول د دواړو هيوادونو ولسونو سره د یو بل د تاريخ او فرهنګ په پیژندنه کې مرسته کوي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه په خپلو خبرو کې دا ډول فرهنګي ناستې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا لپاره مهمی وبللې او ويې ويل: بايد له دې فرصت څخه د سياسي او فرهنګي اړيکو د پراختيا لپاره اعظمي ګټه پورته شي.
ښاغلي خيرخواه زياته کړه؛ دا ډول فرهنګي کړنې د دواړو هیوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د همغږۍ لپاره زمينه برابروي، نوموړي روسيه د پراخې جغرافيې او متنوع فرهنګونو درلودونکی هيواد ياد کړ.
همدا راز ښاغلي خيرخواه وويل: افغانستان د ۵ زره کلن لرغوني تاريخ په درلودو سره، غني تاريخ او د اسلامي او نورو مختلفو دورو فرهنګي ميراثونو درلودونکی دی، نوموړي د دواړو هيوادونو تر منځ د فرهنګي او لاسي صنايعو نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ، د اطلاعاتو او کلتور وزير د فرهنګونو د پېژندنې او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د توريزم صنعت رول مهم وبللو، سيلانيان يې د هيوادونو فرهنګي سفيران وبلل او زياته يې کړه؛ افغانستان له څلوېښت کلنو جګړو وروسته د سرتاسري امنیت په تامین سره دا مهال د ګڼ شمېر بهرنیو سيلانيانو کوربتوب کوي، چې سيلانيان په پوره ډاډ سره د افغانستان هر ګوټ ته د سياحت په موخه سفرونه کوي.
۱۴۰۳/۶/۲۳ ھ ل
۲۰۲۴/۹/۱۳ ميلادي