فدا: د ازبکي ژبې نمانځل د افغان قومونو یووالی ثابتوي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۳۳
فدا: د ازبکي ژبې نمانځل د افغان قومونو یووالی ثابتوي

کونړیان وايي چې د ازبکي ژبې نمانځل په افغانستان کې د مېشتو قومونو یووالی ثابتوي او د هېواد  د هرې ژبې ویونکی افغان دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جند ګل فدا د ازبکي ژبې  د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
فدا وویل چې د هېواد په ختیځ کې د ازبکي ورځې نمانځل دا ثابتوي چې ټول افغانان یوموټی او ورونه دي.
هغه زیاته کړه چې هر افغان باید د هېواد هرې ژبې  ته خدمت وکړي او هیچا ته اجازه ور نه کړي چې ژبني او سمتي تعصبونو ته لمن ووهي.
په همدې  حال کې د فرهنګ او ګرځندوی امر حشمت الله ژمن، د اطلاعاتو امر او د لینکن ښوونیز مرکز مشر خلیل الله د یادې ملي ورځې او د ژبو پر ارزښت خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په کونړ  کې په ۷  ژبو خلک خبرې کوي چې ځينې یې د له منځه تلو په حال کې دي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې د ژوندۍ ساتلو لپاره به یې دوامداره هڅې وکړي.

اسعد آباد / د تلې ۳۰ مه / باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
Background image

جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۲
Background image

د غزني ولايت لومړنی مسجد بيا رغول کيږي

پنجشنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د غزني ولايت لومړنی مسجد بیا رغول کيږي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار وايي: د باباجي. . .

BACK TO NEWS