عبدالمنان شېوای شرق: په افغانستان کې د خبريالانو او بيان آزادى پر وړاندې ګواښ جنايت دى

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۵۵
عبدالمنان شېوای شرق: په افغانستان کې د خبريالانو او بيان آزادى پر وړاندې ګواښ جنايت دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن په يوه خبري غونډه کې د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي دوسيو د څېړنې په اړه معلومات ورکړل او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې د خپل فعاليت جواز تمديد کړي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې خبري غونډه کې چې د يوشمېر رسنيزو بنسټونو د مسوولينو او استازو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين په خپلو خبرو کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ د هېواد ټولو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ته مبارکي وويله او د هېواد د بيان او مطبوعاتو آزادي یې د هېواد د رسنیو د کورنۍ پوروړۍ وبلله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين څرګنده کړه چې ١٠٧۴ رسنۍ له کلونو راپدېخوا خپل ماليات نه دي تصفيه کړي او خپل جوازونه يې نه دي تمديد کړي.
هغه د دغو رسنيو له خاوندانو وغوښتل چې د خپلو فعاليتونو پر بیا پيل او د مالياتو پر تصفيه کولو ډېر ژر اقدام وکړي.
په همدې ترتيب عبدالمنان شېوای شرق د رسنیزو دوسيو د څېړنې په اړه د رسنيو او حکومت د ګډې کمېټې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارونو او پاملرنې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تراوسه د رسنیو ١٣٢ دوسيې څېړل شوې دي.
هغه څرګنده کړه چې له ١٣٩٨ څخه تر ١٣٩٩ کال پورې عدلي او قضايي بنسټونو د رسنیو ٢٧ دوسيې څېړلې دي او رپوټ يې خپور کړى دى.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين په رسنيزو بنسټونو کې د خبريالانو د حقوقي او مدني دوسيو د نه څېړنې يادونه وکړه او ويې ويل چې په تېرو کلونو کې رسنیزو بنسټونو د خپلو خبريالانو او کارکوونکو حقونو ته لږه پاملرنه کړې ده.
شېوای شرق د هېواد د امنيتي ځواکونو او د ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ د رسنيو پرخلاف د تاوتريخوالي د مخنيوي او دغه راز د سولې په خبرو کې د رسنیزې ټولنې د استازي د ګډون په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عدالت غوښتنې په اړه معلومات ورکړل.
هغه څرګنده کړه چې د رسانه يي او خبريالانو د ترور مخه بايد ونيول شي او په افغانستان کې د خبريالانو او د بيان آزادۍ پر وړاندې ګواښ جنايت دى.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د خبريالانو د ملاتړ صندوق په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه صندوق په پيسو مزې چړچې شوې دي.
هغه ټينګار وکړ چې د خبريالانو د ملاتړ صندوق به په نوي جوړښت سره په راتلونکې کې په فعاليت پيل وکړي او له هغو کسانو سره به چې د دغه صندوق له پيسو څخه يې شخصي استفاده کړې ده؛ قانوني چلند وشي.

کابل/ د غويي ١۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۳:۳۳
Background image

هارون حکيمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين په توګه معرفي شو

هارون حکيمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين په توګه نن د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د مطبوعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
د باختر آژانس خبريال د خبر. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د فعاليت جواز صدور له يو واحد چتر څخه ترسره کېږي

د اصنافو د فعاليت جواز د صدور لپاره له ۲۰ وزارتونو څخه جوړ شوی واحد چتر دې په سوداګرۍ او صنعت وزارت کې په فعاليت پيل وکړي.
دغه ټکى نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS