سلګونه کتابونه د لوګر عامه کتابتون ته وسپارل شول

farzad_moicgovaf
جمعه ۱۴۰۰/۴/۲۵ - ۱۴:۳۸
سلګونه کتابونه د لوګر عامه کتابتون ته وسپارل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په هلوځلو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيهقي کتابتون په همکارۍ، سلګونه نوي چاپ شوي او ارزښتناک کتابونه راټول او د لوګر عامه کتابتون ته وسپارل شول.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل باختر آژانس ته وويل چې د روان کال په بهير کې له بېلابېلو مراجعو څخه زرګونه کتابتونه راټول او د لوګر عامه کتابتون سپارل شوي دي.
ويل کېږي تر يوې اندازې پورې له دې پلوه د لوګر د عامه کتابتون ستونزه لرې شوې ده او د کتاب او مطالعې مينه وال کولاى شي د خپلې پوهې کچې د لوړولو په خاطر له دغو کتابونو څخه ګټه واخلي.
د يادونې وړ ده چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نږدې راتلونکي کې په پل علم ښار کې د کتابونو، ورځپاڼو او مجلو د پلورنې لپاره يوه غرفه پرانيزي چې خلک مطالعې ته وهڅول شي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې اوس په دغه کتابټون کې څه ناڅه ١۵ زره ډول ډول کتابونه شته.

پل علم/ د چنګاښ ۲۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۱:۵۹
Background image

ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: په اوسنيو شرايطو کې د تاريخي ودانيو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې زموږ مسووليت ډېر ستر دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن په يوه غونډه کې، د لوى اختر ( د سرتېري اختر) په مناسبت د دغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته مبارکي وويله.
د. . .

جمعه ۱۴۰۰/۴/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

په قندهار کې د رويټرز خبريال پر وژل کېدو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشينۍ پيغام

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د رويټرز خبري آژانس هندي توکمی خبريال او عکاس دانش صديقي نن سهار د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د رپوټ د برابرولو په بهير کې وژل شوى دى. دغه. . .

جمعه ۱۴۰۰/۴/۲۵ - ۱۴:۴۲
Background image

د رويټرز فوټو ژورنالیست دانش صديقي په قندهار کې ووژل شو

د رويټرز خبري آژانس هندي توکمی خبریال او عکاس دانش صديقي نن سهار د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې له جګړو څخه د رپوټ د برابرولو په وخت کې ووژل شو.
ويل کېږي د رويټرز خبري آژانس دغه ځوان. . .

BACK TO NEWS