د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين افغانستان لپاره د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان له مسؤل سره وکتل

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۸
..

پنجشنبه ( ۲ د ربیع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان له مسؤل کلاوز بار سره د وزارت مقام د کارکوونکو د مهارت او ظرفیت لوړونې په موخه وکتل.
د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان مسؤل ښاغلي بار د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ته د ياد ښوونيز سازمان د فعاليتونو په اړه وویل: (PINNACLE TEACHING SOLUTION)  يو نړيوال تعليمي سازمان دی، چې د نړۍ په اوولس هيوادونو کې د دولتي ادارو او شرکتونو د کارکوونکو د مهارتونو او ظرفیت لوړولو برخه کې فعاليت کوي، غواړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته هم د ګرځندوی، هوټلدارۍ او سیلانيانو لپاره د مناسبو خدماتو وړاندې کولو برخه کې د دريو اونيو لپاره د انګليسي ژبې د مهارتونو لوړولو ښوونيز پروګرام ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان غواړي چې د خپلو غوره خدماتو په وړاندې کولو سره افغانستان کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي، دا مهال افغانستان ته د سيلانيانو پام راوښتی دی، موږ غواړو چې دلته په ډله ئيز ډول سره سیلانيان راشي او د افغانستان له طبيعي ښکلاو خوند واخلي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د (PTS) نړیوال ښوونيز سازمان له پروګرامونو هر کلی وکړ او ويې ويل: دا پروګرام به د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته ډیر ګټور تمام شي، اوس مهال افغانستان کې سیاحت ته ښه زمينه برابره ده، افغانان مينه ناک اومیلمه پاله خلک دي، چې له سيلانيانو سره نیک چلند کوي.

۱۴۰۳/۶/۱۵ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۵ میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د ناشرينو، کتابپلورونکو، چاپخونو او کاغذ واردوونکو د ستونزو د هوارۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست لخوا د ناشرينو، کتابپلورونکو، چاپخونو او کاغذ تولیدوونکو او واردوونکو د ستونزو د هوارۍ او همږغۍ غونډه د مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

په بادغیس کې د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه  وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي مطیع الله متقي په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۹
Background image

پکتیا کې د (امام ابو حنیفه رحمة الله علیه پېژندنې او تګلارې) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست او د الکوثر فرهنګي ادارې په ګډې همږغۍ د (امام ابو حنیفه رحمة الله علیه پېژندنې او تګلارې) تر سرلیک لاندې د ګردېز. . .

BACK TO NEWS