د کتاب اونۍ په وياړ کابل پوهنتون کې د قرانکریم او کتاب نندارتون جوړ شو

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۷
....

یکشنبه (۱۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د کتاب اونۍ په وياړ د کتاب لوستنې دود د پراختیا په موخه په کابل پوهنتون کې د قرانکریم او کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

د نندارتون د پرانستې مراسمو کې د بیهقي کتاب خپرولو رياست رئيس مفتي عبدالعليم ځانواک، د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز، د ياد پوهنتون معاونينو، د خپرندويه ټولنو استازو، محصلينو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د بیهقي کتاب خپرولو رياست د چاپ او خپرولو آمر حميدالله وياړ د ياد رياست د ۱۴۰۲ کال فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه؛ دا دوه ورځنی نندارتون د کتاب اونۍ په وياړ په کابل پوهنتون کې جوړ شوی، چې دوه ورځې به دوام ولري، همدا ډول به د پل چرخي مرکزي زندان او دارالایتام کې هم د کتاب نندارتونونه جوړ شي، د ښاغلي وياړ په وينا؛ د بیهقي کتاب خپرولو رياست پام کې لري، چې د پوهنتون د استادانو او محصلینو کتابونه په وړيا ډول چاپ کړي.

د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز د علم، ادب او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه واخلي، او ډيره مطالعه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په کابل پوهنتون کې د بیهقي کتاب خپرولو رياست د غرفې پرانسته هم وشوه.


۱۴۰/۲/۳۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۹ ميلادي
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۰
Background image

د لرغون پېژندنې کمېټې ناسته  وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پيژندنې کمېټې ناسته د لرغون پېژندنې رياست د رئيس سيد ذبیح‌الله سادات په مشرۍ په ياد رياست کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل، پروان، جوزجان، هرات،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د خپرونو چارو معین د یوناما د عامه اړیکو د څانګې له سرپرستې سره وکتل

سه شنبه( ۱۲ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ یوناما د عامه اړیکو د څانګې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۲۴
Background image

غور کې له محلي رسنیو سره د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د انعکاس په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو له خبریالانو او د محلي رسنیو له مسؤلینو سره د عالیقدر اميرالمؤمنیين حفظه الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د موضوعاتو د انعکاس په موخه د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS