د ښځو چارو وزارت د لور ورځ ونمانځله

farzad
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۰:۲۵
د ښځو چارو وزارت د لور ورځ ونمانځله

د ښځو چارو وزارت د لور نړيوالې ورځې په درناوي نن د دغه وزارت په تالار کې يوه غونډه جوړه کړه. د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د يو شمېر وزيرانو او د دولتي بنسټونو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه، د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په خپلو خبرو کې د لور ورځې په مناسبت ټولو لورګانو ته مبارکي وويله. هغې لورګانې ارزښتناکه پانګه وبلله او ټينګار يې وکړ چې بايد ميندې او پلرونه د خپلو لوڼو او زامنو ترمنځ تبعیض ونه کړي او د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي او هغوى ته د ښوونې او روزنې فرصت برابر کړي. د ښځو چارو وزارت سرپرستې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د نجونو او ښځو د رول په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: که چېرې نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي هغوى کولاى شي چې په ټولو برخو کې ښه وځليږي او د پرمختګ سبب شي. دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د لور د ورځې په مناسبت ټولو لورګانو ته مبارکي وويله او په تېرو شلو کلونو کې یې د ښځو د حالت په اړه معلومات ورکړل لکه دعدالت بسیاکول، د زده کړو لپاره د فرصتونو برابرول او په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه. هغه وویل چې په دې موده کې نجونو او ښځو ته زيات کارونه ترسره شوي دي او زیاته یې کړه: په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد د جمهور رييس په ملاتړ ښځو ته په بېلابېلو برخو کې ښه فرصتونه برابر شوي دي. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست يو شمېر ناوړو دودونو او رواجونو ته چې اوس هم په ټولنه کې واکمن دي او نجونو ته د ستونزو سبب کېږي، اشاره وکړه او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو د حقوقو د تامينولو او د يو شمېر ناوړو دودونو او رواجونو د اصلاح کولو په خاطر هلې ځلې کوي. وروسته د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي د هېواد په پرمختيا کې د نجونو د ښوونې او روزنې د رول او ارزښت په باب خبرې وکړې او له ميندو او پلرونو څخه یې وغوښتل چې د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي او هغوى ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړي. وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې په تېرو ٤ لسيزو کې جګړو او ناخوالو د هېواد بېلابېلو برخوته زيانونه اړولي دي او له دې جملې څخه يو زيات شمېر نجونې د زده کړې او د کار له حق څخه بې برخې شوې دي. هغه په کوچنيوالې کې ودونه، شاقه کارونه او د زده کړې له حق څخه د يو شمېر نجونو محروميت د نجونو ستونزې وبللې او ويې ويل چې د لور د ورځې په پلمه بايد د نجونو د ژوندانه حالت د ښه والي په خاطر يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي او يوازې د لور ورځې په نمانځنې بسنه ونه شي. په همدې ترتيب د حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حليمي د اسلام له نظره د نجونو د ځاى او مقام په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: ښځې او نجونې د اسلام په مقدس دين کې ځانګړى ځاى او مقام لري او ميندې او پلرونه بايد د خپلو لوڼو او زامنو ترمنځ توپير رامنځته نه کړي . دغه راز په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ مرستيال د هېواد د ښځو او نجونو په فرهنګي، ټولنيزه او اقتصادي وده کې د دغه بنسټ د پروګرامونو او د عامې روغتيا وزارت استازي د قاعدګۍ پر مهال د روغتیا ساتنې په اړه د زده کوونکو نجونو د پوهاوي د ارزښت او د کورنيو په سلامتيا کې د نجونو د رول په اړه معلومات ورکړل. د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتو سازمان د اکتوبر١١مه د لور نړېواله ورځ نومولې ده او دغه ورځ له ٢٠١٢ کال راوروسته هر کال په ټولو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د يادې ورځې د نمانځنې اصلي موخه د نجونو د ستونزو حل ته پاملرنه او د جنسيتي تبعيض پر وړاندې مبارزه ده.

 کابل/ دتلې ٢٣مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ کې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړوند د تياتر ننداره تر سره شوه

پوهاوى ورکړ.
دغه پروګرام د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر پيل کړى دى. په دغه پروګرام کې هنرمندانو د اسعد اباد ښار د يو شمېر ولسواليو په سالونونو،. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۵۲
Background image

محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د “دافا” موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۴۱
Background image

محمد طاهر زهير د لاجورد فلم ملي جشن د پرانیستلو په مراسمو کې: سینما کولاى شي فرهنګ تبلیغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون پرون د لاجورد فلم ملي جشن په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې په تالار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د. . .

BACK TO NEWS