د چین سفیر: د افغانستان د تاریخي آبداتو او آثارو په ساتنه کې پراخو مرستو ته چمتو یو

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۴۸
BBS

 د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره د دواړو هېوادنو تر منځ د کلتوري اړیکو او د تاریخي آبداتو د استحکام په تړاو ناسته وکړه. 
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین هېواد له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې افغانستان او چین ګڼ تاریخي او کلتوري مشترکات لري، چې د هغو تاریخي اقدارو ساتنه او خوندیتوب د دواړو هیوادونو مکلفیتونه جوړوي. 
د هنر او کلتور معین وویل: د مس عینک په سیمه کې هم اقتصادي زیرمې لرو او هم تاریخي شتمنۍ، چې له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو د چارواکو په مرسته نوموړې پروژه په مناسب ډول مدیریت شوه او دواړو برخو ته د حل لار برابره شوه.
 ښاغلي عزیزي زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د تاریخي آثارو د قاچاق ، ناقانونه کېندنو او غصب څخه په جدي ډول مخنیوی شوی او وخت رارسیدلی، چې نړیوال کلتوري سازمانونه او هېوادونه د افغانستان د کلتوري ارزښتونو په ساتنه کې همکاري وکړي.
په ياده لیدنه کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل: هېواد یې د ګډو کلتوري مشترکاتو د درلودو له امله د افغانستان د تاریخي آبدو او کلتوري آثارو د ساتنې او استحکام په برخه کې علاقه مندي لري او هر ډول همکاریو ته چمتو دی.
 ښاغلي ژاو شینګ زياته کړه؛ د چینایي کمپنۍ (MCC) او کانونو او پترولیم وزارت د پلان له مخې به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې د مسو د استخراج پروسه عملاً پیل شي او هلته د شته تاریخي آثارو ساتنه د دواړو هېوادونو ګډ مکلفیت دی. 
ښاغلي ژاو شینګ وویل: حتی ولسمشر شي جین پېنګ ورته هدایت کړی، چې د مس عینک د سیمې تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.

۱۴۴۶/۴/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۷ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۲۹
Background image

غزني کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوری یاد ریاست کې ځوانانو ته د فکري جګړې په اړه یو ورځنی  معلوماتي سمینار ترسره شو.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د عامه کتابتونونو رياست له لوري يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت يو شمېر يتيمو ماشومانو ته د کتاب لوستنې پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د عامه کتابتونونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۳۲
Background image

فراه کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول 

د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په شپږم پړاو کې ۳۴ تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو له ۶ مياشتنۍ دورې او وروستۍ ازموينې وروسته د ځانګړو. . .

BACK TO NEWS