د وزیر ژوند لیک

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د حاجي بختیاري زوی په کال ۱۳۵۳ هجري لمریز د سمنګانو په برصوف ولسوالۍ کې يه یوه دینداره او کروندګره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.

لومړنۍ زده کړې یې په پلرنۍ سیمه کې کړې دي، لسانس یې په ټولنپېژندنه کې له خصوصي پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی او په پوهنتون کې له لوړو زده کړو سره جوخت یې په اسلامي علومو کې هم لوړې زده کړې کړي دي او څه مود ه یې د اسلامی علومو په برخه کې کارهم کړی دی.

له طالبانو وروسته په افغانستان کې  د نوي حکومت په جوړېدو سره  ښاغلي زهیر هم خپل فعالیتونه په بېلا بېلو حکومتي برخو کې پیل کړل. هغه په فرهنګي، سیاسي، ټولنیزو او مدیریتي برخو کې د کار نږدې شل کلنه تجربه لري او بېلابېلې دولتي او غیردولتې دندې یې سر ته رسولې دي.

د پوځي فعالیتونو تجربه سبب شوه چې د نوي حکومت په جوړېدو سره د هېواد په نظامي برخه کې هم کار وکړي.

ښاغلی زهیر په کال ۱۳۸۹د سمنګانو له  ټاکنیزې حوزې ځان د ملي شورا ولسي جرګې ته کاندید کړ. د ده سیاسي او فرهنګي فعالیتونه او تر ټولو مهم د هغه پراخ ټولنیز دریځ سبب شو چې د ملي شورا د ولسي جرګې په ټاکنو کې د سمنګانو د خلکو د پام وړ رایې تر لاسه کړي او د خلکو استازی وټاکل شي. ده یو کال ( له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۰ پورې) د سمنګانو د استازي په توګه په ملی شورا کې دنده تر سره کړه. په دې موده کې یې هم تل کوښښ وکړ چې خلکو ته د چوپړ جوګه شي او خپل قانوني مسوولیتونه او نقش په ښه توګه ترسره کړي.

د دغو مسوولیتونو تر څنګ، ښاغلي زهیر له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ پورې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال د سیاسي سلاکار په توګه دنده ترسره کړېده. ښاغلي زهیر په دې  موده کې هڅه وکړه چې د اغېزمنو سلامشورو په وړاندې کولو سره د هېواد د سیاسي دریځ په لوړېدا کې ستر او څرګند نقش ولوبوي.

د ښاغلي زهیر پوهنتوني لوړې زده کړې، په حوزه یي علومو کې زده کړې، بریالۍ کاري تجربې، د پام وړ  سیاسي، فرهنګي او پوځي فعالیتونه سبب شول چې دی د افغانستان د جمهوررییس باور تر لاسه کړي او د بامیانو والي وټاکل شي. ښاغلي زهیر نږدې پنځه کاله ( د ۱۳۹۴ د غویي له ۲۹ مې د ۱۳۹۹ د غویي تر ۲۶ مې) د بامیانو د والي په توګه دنده تر سره کړه. په دې موده کې یې د خلکو د ژوند د ښه والي ، د فرهنګي پروګرامونو د پیاوړتیا او پرمختګ، د رسنیو، مدني او ټولنیزو جوړښتونود ملاتړ او په ښې حکومتولۍ کې د مثبتو بدلونونو د رامنځ ته کولو لپاره کوښښ وکړ او ښې کارنامې یې پرېښودې. ده د خپلې حکومتولۍ په وخت کې د افغانستان د دولت او خلکو  له مرستندویو هېوادونو سره د بامیانو د اړیکو په ټینګولو کې لوړ ګامونه واخیستل. د ده د ولایت پر مهال د بامیانو او چین ګنسوی ولایت تر منځ او همدارنګه د ایټالیا متیرا ښار تر منځ د خورلڼۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شول او بامیان د نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د همکارو او دوستو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکیو کوربه و.

ښاغلي زهیر د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹ د غبرګولي د ۱۸ مې نېټې د ۵۷۴ ګڼې حکم له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وټاکل شو. ده د رسمي دندو تر څنګ څه موده رسنیز، ټولنیز، سیاسي ، فرهنګی او نظامی فعالیتونه هم ترسره کړي دي. همدارنګه دی د                  ( جامعه باز ) ورځپاڼې د لیکوالو شورا غړی هم و.

 

moic