د (وای، اېچ، ډي، او) ادارې مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۲۱:۱۱
....


د (وای، اېچ، ډي، او) ادارې يو شمېر مسؤلينو او د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير په ملتيا د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولوي نور محمد حنيف سره په ياد رياست کې وکتل.
په دغه کتنه کې د يادې ادارې مسؤلينو وويل: دوی به په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ځوانانو چارو آمريت سره په همغږۍ انګليسي، کمپيوټر، سواد زده کړې، فريلانسينګ او دې ته ورته نورو برنامو کې شاګردانو ته په وړيا ډول د زده کړو زمينه برابره کړي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يادې ادارې له همکارۍ مننه وکړه او راغليو مسؤلينو ته يې په ټولو برخو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.


۱۴۴۵/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د فريلانسنګ برخه کې ۹۰ تنو ځوانانو زده کړې پيل شوې

  د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او وای، اېچ، ډي، او موسسې په ګډې همغږۍ د فريلانسنګ برنامې لپاره له ۳۵۰ تنو ځوانانو څخه ازموېنه اخيستل شوې وه، چې تېره ورځ ۹۰ تنه بريالي شويو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

زابل کې  (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې سیالۍ پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د زابل د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې  ریاستونو (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې د لیکوالانو او ځوانانو لپاره د مقالو لیکلو سیالي جوړه کړه وه، چې نن یې پایلې اعلان شوې.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

نن شنبه (۱۸ د جمادي الاول ۱۴۴۵) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه غونډه په کاري ساحه کې د جديت، د کارونو د بهبود او خپلو مسؤلیتونو ته د کارکوونکو د متوجه کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS