د مس عینک په کان کې شته لرغوني اثار به په خوندي توګه ساتل کیږي

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۲
1w1w

چهارشنبه ( ۱۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه صاحب د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د مس‌عینک کان د استخراج عملي چارو د پیل په مراسمو کې د یاد کان استخراج او د پروسیس چارو پیل د افغانستان د تاریخ ویاړمنه شېبه ګڼلې.
ښاغلي خیرخواه صاحب ډاډ ورکړی، چې دلته شته لرغوني اثار به په خوندي توګه ساتل کیږي.
د يادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزير زیاته کړه: د تاريخي آثارو د ساتنې په موخه د ټولو اړخونو له هلو ځلو څخه مننه کوو، د مس عینک د کان کیندنه د اړخ طرف څخه د ځمکې د تل طرف ته پيليږي، تر څو تاريخي آثار محفوظ پاتې شي، د تاريخي آثارو ساتنه او د کان کیندنه په هم مهاله توګه یو پېچلی کار وو، چې د ښکیلو اړخونو په همغږۍ سره په ښه توګه د یوې قوي طرحې په پلي  کولو سره مدیریت، حل او پیل شو، دا پروژه په روان وخت کې د نورو پروژو په پيل کې هم آسانتيا راوستلی شي.
نوموړي همدا راز له ښکیلو اړخونو څخه غوښتنه وکړه، چې د آثارو د ساتنې په موخه د طرحي مطابق مؤثر ګامونه واخلي.

۱۴۰۳/۵/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

BACK TO NEWS