د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس د سلطان شهاب الدین غوري له مقبرې ليدنه وکړه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۴۹
....


تېره ورځ د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار چې د ده یک ولسوالۍ ولسوال مولوي عبدالله احسان آخندزاده یې ملتیا کوله د ده یک ولسوالۍ په ده یک کلي کې د سلطان شهاب الدین غوري له مقبرې لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې اصلي موخه د سلطان شهاب الدین غوري د مقبرې وضعیت څېړل او په راتلوونکي کې د بیارغونې په موخه د سیمې له خلکو سره مشورې شریکول وه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د خپل سفر په لړ کې د ده یک کلي له یو شمېر قومي مخورو او اوسېدونکو سره هم وکتل او له هغوی یې د سلطان شهاب الدین غوري مقبرې په بیارغونې او ساتنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ده یک کلي قومي مخورو او اوسېدونکو له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې له پخوا راهیسې د یاد کلي اوسېدونکو د سلطان شهاب الدین غوري مقبرې په بیارغونې او ساتنه کې فعاله برخه اخیستې ده.

۱۴۴۵/۵/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د فريلانسنګ برخه کې ۹۰ تنو ځوانانو زده کړې پيل شوې

  د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او وای، اېچ، ډي، او موسسې په ګډې همغږۍ د فريلانسنګ برنامې لپاره له ۳۵۰ تنو ځوانانو څخه ازموېنه اخيستل شوې وه، چې تېره ورځ ۹۰ تنه بريالي شويو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

زابل کې  (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې سیالۍ پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د زابل د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې  ریاستونو (د اسلامي نظام ګټې) تر سرلیک لاندې د لیکوالانو او ځوانانو لپاره د مقالو لیکلو سیالي جوړه کړه وه، چې نن یې پایلې اعلان شوې.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

نن شنبه (۱۸ د جمادي الاول ۱۴۴۵) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اونيزه غونډه په کاري ساحه کې د جديت، د کارونو د بهبود او خپلو مسؤلیتونو ته د کارکوونکو د متوجه کولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS