د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۳
..

لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې او د پوهنې امریت په ګډو همکاریو چې څه موده وړاندې په فرشغان ولسوالۍ کې د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) کتاب لوستنې سیالي ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له یادې سیالۍ څخه موخې د ځوانانو فکري اصلاح، ځوانان د اطاعت له ګټو او اغېزو خبرول او د مطالعې کلتور عامول وبلل او زیاته یې کړه، چې د ځوانانو د لاډېرې هڅونې په موخه لومړي مقام ګټونکي ته کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته لاسي ساعت، درېیم مقام ګټونکو ته نغدې پیسې او نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ وویشل شوې.
دغه راز د سیالیو ګډونوالو دا ډول سیالۍ د ځوانانو د هڅونې، مطالعې سره د اشنایۍ او فکري اصلاح په برخه کې ګټورې وبللې.

۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۲۲
Background image

د سیاسي چارو شنونکو، خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د فعالیتونو ستاینغونډه وشوه

سه شنبه (۱۴۴۷ هـ ق د رمضان المبارک ۲۱مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د سیاسي چارو کارپوهان، خبریالان او د رسنیو مسؤلین د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د اغېزمنو او ګټورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

په رسنیز ډګر کې د ښه فعالیت کولو له امله د رسنیو مسؤلین او خبریالان وستایل شول

د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د رسنیو مسؤلین او خبریالان د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځوابي بریدونو د ښه رسنیز کولو له امله په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۶
Background image

فاریاب کې د کتاب او هنري آثارو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د میمنې ښار اړوند ظهیرالدین فاریابي عامه کتابتون په سالون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کتاب او هنري آثارو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.. . .

BACK TO NEWS