د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څلور قلمه جهادي تجهزات او آثار وسپارل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي ارزښتونو او یادونو د ساتنې په موخه د هڅو په دوام دغه ریاست ته د حافظ عتیق الله کوثر له لوري د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند ډلګۍ مشرانو څلور قلمه جهادي تجهیزات او آثار وسپارل شول.
دغو آثارو کې دوه لاسي ماینونه، یوه توره او یوه مخابره شامله وه، چې د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د لېږد په موخه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي مدیریت ته وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حق‌نما وویل: د جهاد له دورې پاتې آثار او تجهیزات د مجاهدینو د مبارزو او قربانیو د ویاړلي تاریخ یوه برخه ده او د دغو ارزښتونو ساتنه زموږ ټولو مهم دیني او تاریخي مسؤولیت دی.
ورته مهال حافظ عتیق‌الله کوثر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له فعالیتونو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به هم د جهادي آثارو او یادونو د راټولولو او ساتنې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د جهادي آثارو ساتنه او پالنه د افغانستان د مجاهدینو او مسلمان ولس د ویاړلو مبارزو تاریخ څرګندوي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدول یو مهم فرهنګي او تاریخي مسؤولیت ګڼل کېږي.

۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څلور قلمه جهادي تجهزات او آثار وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي ارزښتونو او یادونو د ساتنې په موخه د هڅو په دوام دغه ریاست ته د حافظ عتیق الله کوثر له لوري د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند ډلګۍ مشرانو څلور قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونې کمېسیون د هېواد په کچه د (۳۰) څلور لارو، (۱۹) واټونو، (۳) دوه لارو، (۱) درې لارې او (۱۳) عامه ځایونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح کمېسیون (۲۷۵) بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو ته په ملي ژبو بدیلي کلمې او اصطلاحات موندلي دي.
په یاده موده کې د (۱۸) مشورتي. . .

BACK TO NEWS