د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون غونډه وکړه

moic_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۵:۰
violation-medi-moic

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په مشرۍ د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د يو شمېر رسنيزو شکايتونو پر څېړنې سربېره د رسنيو لپاره د لا زياتو اسانتیاوو برابرولو، ستونزو پر حل، مالیې پر معافیت، اسانتیاوو برابرولو او هغو رسنیو په اړه چې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد ملي ګټو پر خلاف منفي پروپاګند کوي، خبرې وشوې. په یاده غونډه کې رسنۍ د نظام يو مهمه اړتیا بلل شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د قانون په چوکاټ کې به رسنیو ته لا زياتې اسانتیاوې برابرېږي.
د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون غونډه کې پرېکړه شوې چې هغه رسنۍ چې د واقعيتونو او قانون پر خلاف خپرونې کوي، یو فرصت ورکړل شي چې د نافذه قوانينو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه تنظيم کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
Background image

جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۲
Background image

د غزني ولايت لومړنی مسجد بيا رغول کيږي

پنجشنبه ( ۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د غزني ولايت لومړنی مسجد بیا رغول کيږي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار وايي: د باباجي. . .

BACK TO NEWS