د خپرونو چارو معین د یوناما د عامه اړیکو د څانګې له سرپرستې سره وکتل

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۵۲
..

سه شنبه( ۱۲ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ یوناما د عامه اړیکو د څانګې له سرپرستې جولیا الینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې (یوناما) د عامه اړیکو د څانګې سرپرستې، د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دغه څانګه په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم، تحصیل او چاپېریال ساتنې په برخو کې فعالیت کوي او غواړي، چې د مطالعې فرهنګ د ترویج، عامه پوهاوي او د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړولو په برخو کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.
همدا راز د خپرونو چارو معین ښاغلي فراهي وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت د پالیسیو په رڼا کې، د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړولو او عامه پوهاوي په برخه کې د بهرنیو مؤسسو د ګټورو او اغېزمنو پروګرامونو په تطبیق کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
مهاجر فراهي ټینګار وکړ، چې د بهرنیو مؤسسو ټول پروګرامونه باید د اړوندو امارتي ادارو په همغږۍ ترسره شي.
آغلې جولیا الینو هم ژمنه وکړه، چې د دې څانګې ټول پروګرامونه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو په بشپړې همکارۍ او همغږۍ ترسره کېږي.

۱۴۰۴/۴/۱۷ ھـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا او سرپل ولایتونو کې خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پکتیکا او سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د یادو ولایتونو د خپلواکو خبریالانو ټولنې په همکارۍ د سیمیزو رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د ولایتي ادارو ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د بیارغونې چارو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسيمي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار سره یوځای د مولانا جلال ‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د. . .

BACK TO NEWS