د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر د ناروې هیواد له شارژدافیر البرټ الساس سره وکتل

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۸:۵۴
Dgnmk

پنجشنبه (۱۴ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ناروې هېواد شارژدافیر البرټ الساس سره وکتل.په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ناروې تر منځ د اړیکو ترڅنګ په کلتوري مسایلو هم بحث او د نظر تبادله وکړه.د اطلاعاتو و کلتور وزارت وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه، افغانستان د زرګونه لرغونی سیمو، تاریخي ځایونه او کلتوري میراثونه ټاټوبی یاد کړ او زیاته یې کړه: تاریخي ځایونه او کلتوري میراثونه یوازې د افغانستان نه بلکي د بشریت کلتوري میراثونه دي چې اکثره یې ساتنې او ترمیم ته اړتیا لري.محترم خیرخواه صاحب وویل: د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه؛ بلکي دا د ټولي نړۍ دنده ده چې په دې برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي.ورپسې البرټ الساس د ناروې هېواد شارژدافیر د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اړوند ادارو او مؤسسو سره به په دې برخه کې همغږي وکړي او د خپل هیواد له لورې یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

۱۴۰۳/۱۱/۲۵ ھـ ل

۲۰۲۵/۲/۱۳ مېلادي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۳۷
Background image

د هلمند له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په پنځمه دوره کې د عربي ژبې تر شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۲ تنه ځوانان فارغ شول.

د ځوانانو چارو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۳۰
Background image

د جهادي ارزښتونو د ساتني عمومي ریاست پلاوي د ۲۰۵ البدر قول اردو له قوماندان او د کندهار له امنیه قومندان سره وکتل

د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني او ورسره مل پلاوي د کندهار ولايت د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان ملا احمد شاه دین دوست او امنیه قومندان مولوي طالب سره وکتل.

د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۱:۲۷
Background image

د پنجشېر له وړيا ښوونيز مرکز څخه ۳۰۰ ځوانان فارغ شول

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه ځوانان د کمپيوټر په برخه کې د درې میاشتنيو زده کړو تر بشپړولو وروسته د يو لړ ځانګړو مراسمو. . .

BACK TO NEWS