د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پکتیا، بامیانو او پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییسانو سره وکتل

farzad_moicgovaf
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۴:۱۰
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پکتیا، بامیانو او پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییسانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملاخيرالله خيرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ له ولایتي ریيسانو سره د کتنو په لړ کې د پکتيا، پکتیکا او بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له ریيسانو  سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنو کې د پکتیکا، بامیانو او پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو له سرپرست وزیر سره ځينې موضوعات او ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې خلکو ته به خدمت کوي او د تېرو شلوکلونو په څېر به یې ناهيلي نه پرېږدي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د یادو ولایتونو رییسانو ته د ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

کابل/ د مرغومې ۲۱ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۱:۱۲
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین او د (Ipso) موسسې مسول د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د همغږۍ په باب ناسته وکړه

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د اپسو( Ipso) موسسي له رئیس سمیع الله طوطاخیل سره په کتنه کې د افغاني ټولنې د دودیزو ارزښتونو او غوره رواجونو د پالنې. . .

جمعه ۱۴۰۱/۱/۲۶ - ۱۳:۴۶
Background image

عزیزي: د کابل بالاحصار به په لرغونې بڼه ورغول شي

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې د کابل بالاحصار په لرغونې بڼه ورغول شي.
د بالاحصار کلا په کابل ښار کې یوه لرغونې سیمه ده چې لرغونتوب یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۴:۰
Background image

مولوي عتيق الله عزیزي د هرات د پنځم منار پر بیا رغولو ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين مولوي عتيق الله عزيزي نن د آغا خان فرهنګي خدمتونو له رييس او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې د هرات ولايت د پنځم منار په باب د دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS