خبرتيا

ناپیژنده (not verified)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت خبرتيا
له دې امله چې د ځوانانو چارو معينيت له لوري  د مني سمستر لپاره د خصوصي لوړو او نيمه عالي تحصيلي موسسو ته  د تخفيف د ترلاسه کولو په موخه  د مينه  والو ځوانانو د معرفي کولو بهير محدود دى  يوځل بيا د مخکنيو خبرتياو په دوام  د زده کړو ټولو مينه والو ځوانانو ته خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې په خاطر دې د تابعيت له تذکري او دوو عکسونو سره  په پل باغ عمومي کې د ځوانانو چارو معينيت ته ورشي.
د دعوت پوهنتون، د غرجستان پوهنتون، د افغان پامير د لوړو زده کړو موسسه، د پيام د لوړو زده کړو موسسه، د ميوند د لوړو زده کړو موسسه، دعروج د لوړو زده کړو موسسه، د علامه د لوړو زده کړو موسسه، د پيشګام د لوړو زده کړو موسسه، د آريانا د لوړو زده کړو موسسه، د زاول د لوړو زده کړو موسسه، د رازي د لوړو زده کړو موسسه، د قلم د لوړو زده کړو موسسه، دغازي امان الله خان د لوړو زده کړو موسسه، د ازهر د لوړو زده کړو موسسه، د راه ابريشم د لوړو زده کړو موسسه، د شرق د لوړو زده کړو موسسه، د هيپوکرات د روغتيايي علومو انسټيتوټ ، شهره انستيتوت، د رازي روغتيايي انستيتوت، د فارابي روغتيايي عالي انسټيټوټ، د حکيم ناصر خسرو بلخي د روغتيايي علومونو انسټيټوټ او د نجات د روغتيايي علومو انسټيټوټ.
کابل/ د لړم ٤مه/ باختر

خبرتیا

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۶
Background image

د اطلاعات اوکلتور وزارت د توريزم او هوټل دارۍ انسټيټيوټ د بريالي شويو نوماندانو د پايلو اعلان!

ټول بريالي شوي کانديدان کولای شي، چې د دلوې مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه د حوت تر ۱۵ نېټې پورې ياد انسټيټيوټ ته د نوملیکنې په موخه مراجعه وکړي.
د انسټيټيوټ موقعيت په لاندې لينک کې کتلی شئ:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۱۳
Background image

Back to announcements