بغلان کې له ښوونيزو مرکزونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له ۸ ښوونيزو مرکزونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یاد ولایت د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي: یاد هوکړه ليکونه له ۵ خصوصي لیسو او درې ښوونیزو کورسونو سره لاسلیک شوي، چې ځوانان به د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه ورپېژندل کيږي، د دې تړونونو له مخې به هغه ځوانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي او په خصوصي برخه کې د زده کړو د مخته وړلو مالي امکانات نه لري، په تخفیف سره ورپيژني، تر څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د موحد خصوصي ښوونځي مسؤل محمد انعام محمدي او د نوين خصوصي ښوونځي مسؤل ارشاد احمد نور وویل: دغې هوکړې ته ژمن دي او هغو ځوانانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د بغلان اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي، چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي، چې په خصوصي تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بېوزلۍ سره مخ دي.
۱۴۴۶/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۵ هـ ل