د ښځو چارو وزارت د لور ورځ ونمانځله

farzad
Wed, Oct 14 2020 10:25 AM
د ښځو چارو وزارت د لور ورځ ونمانځله

د ښځو چارو وزارت د لور نړيوالې ورځې په درناوي نن د دغه وزارت په تالار کې يوه غونډه جوړه کړه. د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د يو شمېر وزيرانو او د دولتي بنسټونو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه، د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په خپلو خبرو کې د لور ورځې په مناسبت ټولو لورګانو ته مبارکي وويله. هغې لورګانې ارزښتناکه پانګه وبلله او ټينګار يې وکړ چې بايد ميندې او پلرونه د خپلو لوڼو او زامنو ترمنځ تبعیض ونه کړي او د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي او هغوى ته د ښوونې او روزنې فرصت برابر کړي. د ښځو چارو وزارت سرپرستې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د نجونو او ښځو د رول په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: که چېرې نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي هغوى کولاى شي چې په ټولو برخو کې ښه وځليږي او د پرمختګ سبب شي. دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د لور د ورځې په مناسبت ټولو لورګانو ته مبارکي وويله او په تېرو شلو کلونو کې یې د ښځو د حالت په اړه معلومات ورکړل لکه دعدالت بسیاکول، د زده کړو لپاره د فرصتونو برابرول او په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه. هغه وویل چې په دې موده کې نجونو او ښځو ته زيات کارونه ترسره شوي دي او زیاته یې کړه: په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد د جمهور رييس په ملاتړ ښځو ته په بېلابېلو برخو کې ښه فرصتونه برابر شوي دي. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست يو شمېر ناوړو دودونو او رواجونو ته چې اوس هم په ټولنه کې واکمن دي او نجونو ته د ستونزو سبب کېږي، اشاره وکړه او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو د حقوقو د تامينولو او د يو شمېر ناوړو دودونو او رواجونو د اصلاح کولو په خاطر هلې ځلې کوي. وروسته د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي د هېواد په پرمختيا کې د نجونو د ښوونې او روزنې د رول او ارزښت په باب خبرې وکړې او له ميندو او پلرونو څخه یې وغوښتل چې د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي او هغوى ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړي. وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې په تېرو ٤ لسيزو کې جګړو او ناخوالو د هېواد بېلابېلو برخوته زيانونه اړولي دي او له دې جملې څخه يو زيات شمېر نجونې د زده کړې او د کار له حق څخه بې برخې شوې دي. هغه په کوچنيوالې کې ودونه، شاقه کارونه او د زده کړې له حق څخه د يو شمېر نجونو محروميت د نجونو ستونزې وبللې او ويې ويل چې د لور د ورځې په پلمه بايد د نجونو د ژوندانه حالت د ښه والي په خاطر يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي او يوازې د لور ورځې په نمانځنې بسنه ونه شي. په همدې ترتيب د حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حليمي د اسلام له نظره د نجونو د ځاى او مقام په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: ښځې او نجونې د اسلام په مقدس دين کې ځانګړى ځاى او مقام لري او ميندې او پلرونه بايد د خپلو لوڼو او زامنو ترمنځ توپير رامنځته نه کړي . دغه راز په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ مرستيال د هېواد د ښځو او نجونو په فرهنګي، ټولنيزه او اقتصادي وده کې د دغه بنسټ د پروګرامونو او د عامې روغتيا وزارت استازي د قاعدګۍ پر مهال د روغتیا ساتنې په اړه د زده کوونکو نجونو د پوهاوي د ارزښت او د کورنيو په سلامتيا کې د نجونو د رول په اړه معلومات ورکړل. د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتو سازمان د اکتوبر١١مه د لور نړېواله ورځ نومولې ده او دغه ورځ له ٢٠١٢ کال راوروسته هر کال په ټولو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د يادې ورځې د نمانځنې اصلي موخه د نجونو د ستونزو حل ته پاملرنه او د جنسيتي تبعيض پر وړاندې مبارزه ده.

 کابل/ دتلې ٢٣مه / باختر

Latest news

Wed, Oct 21 2020 12:05 PM
Background image

“Uzbeki is the Language of our Communication & Connection,” President Ghani

 

President Mohammad Ashraf Ghani participated and delivered speech in a ceremony held yesterday on the occasion of National Day for Uzbeki Language at Salam Khana Palace.
In the. . .

Sat, Oct 17 2020 9:53 AM
Background image

Meeting Discusses Restoration of Herat’s 5th Minaret

Chaired by the Acting Minister of Information and Culture, Mohammad Tahir Zuhair, a meeting held to discuss the way to restore and maintain the 5th minaret in the country’s western. . .

Thu, Oct 15 2020 10:32 AM
Background image

Minister Zuhair Vows Addressing Provincial DoIC Challenges

The Acting Minister of Information and Culture urged for duly addressing the challenges facing the provincial Directorates of Information and Culture (DoIC), the Bakhtar News Agency. . .

BACK TO NEWS