د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین هرات ولایت ته سفر کړی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري محمد یونس راشد هرات ولایت ته سفر کړی او هلته یې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسئولینو سره لیدلي.
ښاغلي راشد ویلي، هرات ته یې د سفر موخه دا وه، څو هلته د ځوانانو ستونزې له نژدې واوري او حللاره ورته ولټوي.
نوموړي د سفر په ترڅ کې د سږ کال کانکور له اول نمره او دوهم نمره سره هم کتلي، نوموړي د کانکور اول او دوهم نمره ځوانان ستایلي او زیاته کړې یې، چې هرات ولایت د اقتصاد ترڅنګ د علم کور هم دی.